تاند(یکشنبه، د حمل ۳) د افغانستان حکومت پرېکړه وکړه چې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به یو شمېر بندیان خوشي کړي.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، د کورونا وایرسو په وړاندې د تدابیرو په اړه د کابینې له پرونۍ غونډې وروسته نن ولسمشرمحمد اشرف غني له خپلو دوو مرستیالانو، د سترې محکمې رييس او لوی څارنوال سره په غونډه کې د هغو بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړې چې دوسیې یې نهايي شوې نه دي.

په دې غونډه کې، چې د محبسونو د چارو د تنظیم له لوی رييس او د عدلي – قضايي اورګانونو له مسوولانو څخه وغوښتل شول چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د بندیانو د خلاصون په اړه خپله طرحه جوړه کړي څو پر اساس یې یو شمېر بندیان خوشي شي او د کورونا وایرسو په وړاندې د نورو بندیانو د ساتنې لپاره د روغتیا وزارت له لارښوونې سره تدابیر غوره شي.

د افغانستان ګاونډي هیواد ایران، چې کورونا پکې زیاته خپره شوې، د دې وایرسو د خپرېدو د مخنیوي لپاره لسګونه زره بندیان خوشي کړي دي او له پاکستان څخه د بشري حقونو څارونکې ډلې غوښتي چې د دې ناروغۍ تر خپرېدو او د ناورین تر رامنځته کېدو وړاندې بو شمېر بندیان خوشي کړي.

د پاکستان په محبسونو کې هم د افغانستان د زندانونو په شان د بندیانو شمېر تر اندازې زیات دی.

امریکا له افغانستانه غوښتي چې د کورونا تر خپرېدو وړاندې طالب بندیان خوشي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *