تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۸مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار او لغمان کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د کورونا ۵۶ پېښې ثبت شوې دي او په دې سره ټول هیواد کې د کورونا د ناروغانو شمېر ۸۴۰ تنو ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، د کوونا تازه ۳۷ پېښې په کابل، ۱۱ په هرات، شپږ په بلخ، یوه په ننګرهار او بله په لغمان کې ثبت شوې ده.
نوموړی وايي، د کورونا له ۸۴۰ ناروغانو څخه یې ۲۱۶ مېرمنې دي، او پاتې ۶۲۴ تنه یې نارینه دي.

د مایار په خبره تر ډیره کرونا ناروغان له شلو څخه تر ۲۹ کلنۍ پورې عمرونه لري او یوازې ۲۵۶ تنه یې د ډېر عمر لرونکي دي: (( ۲۳۱ ناروغان له ۳۰ تر ۳۹، ۱۳۰ ناروغان له ۴۰ تر ۴۹، ۸۴ ناروغان له ۵۰ تر ۵۹ او ۵۲ ناروغان له ۶۰ څخه تر ۶۹ کلونو پورې عمر لرونکي دي.))

نوموړی وايي، په ماشومانو کې هم له ۱۰ څه تر ۱۹ کلونو پورې عمر لرونکي ۵۹ تنه په کورونا اخته دي.
د مایار په خبهر تازه شپږ تنه په نیمروز او څلور تنه په کابل کې له کورونا روغ شوي دي چې شمېر یې ۵۴ تنو ته لوړ شو.

نوموړی وايي، په هیواد کې د کورونا له کبله د مړو شویو شمېر ۳۰ تنو ته رسېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *