تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۷مه: د افغانستان د هوايي چلن اداره وايي، د کورونا له کبله د راغلي بحران په سیوري کې له دوه نیمو میاشتو راهیسې د دوی عوایدهم ۶،۹ سلنه راښکته شوي دي.
د هوايي چلن ادارې مشر قاسم وفايي زاده وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي نود افغانستان هوايي سکټور به په راتلونکي کې به ۲۵ میلیونه ډالر زیان وویني.

نوموړی وايي، افغانستان ته ټول نړیوال پروازونه ځنډېدلي دي اوله هند، ترکیې او دوبۍ څخه هم یو طرفه پروازونه کابل ته روان دي.
د وفايي زاده په خبره په کور دننه هم ګڼوولایتونو سره هوايي لارې تړل شوې دي: (( کام اییر او اریانا شرکت په دوه وروستیومیاشتو کې ۱۸ میلیونه ډالر تاوان کړی دی.))

دا په داسې حال کې ده چې کورونا به ټوله نړۍ کې الوتنې درولې دي خو ګڼو هیوادونو له اوږد قرنطین وروسته په دې برخه کې نرمښت راوستی دی.

افغانستان به له نړیوالو پروازونو څخه في پرواز ۸۰۰ ډالر اخیستل چې د ورځې به تر ۴۰۰ پورې پروازونه د افغانستان په حریم تېرېدل.

دا ستونزه یوازې د افغانستان نه بلکې نړیواله ګڼل کېږي چې په اړه یې د هوايي چلن نړیوال سازمان وايي، د کورونا له کبله هوايي سکټور په ټوله نړۍ کې ۲۰۰ میلیارده ډالر زیان ویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *