تاند (دوشنبه، د حمل ) د روغتیا نړیواله اداره who وايي، په نړۍ کې د کورونا وایرس لپاره پر ۷۰ واکسینونو کار روان دی خو د هغو په منځ کې تراوسه پورې ۳ یې ازمویل شوي دي.

د ټایم مجلې د راپور له مخې د روغتیا نړیواله اداره وايي، د هانګ کانګ د کان سینو بیالوجیکس او د پیکینګ د بایوټکنالوجي انستیتوت له لوري پر یوه واکسین تجربوي کار په دوهم فېز یا پړاو کې دی.

د امریکا د درمل جوړوونکو او همداراز د (Inovio Pharmaceuticals) کمپنۍ له خوا پر دوو نورو واکسینونو جلا جلا کار روان دی او دواړه پر انسانانو ازمویل شوي دي.

ویل کېږي چې د کورونا پر ضد د واکسین په جوړولو کې په بې ساري ډول پرمختګ کېږي. د درمل جوړونې صنعت هیله لري چې د واکسین پر جوړولو ډېر وخت ونه ولګول شي او ژر بازار ته راووځي. معمولاً له ۱۰ تر ۱۵ کاله وخت ته اړتیا ده خو درملګر تمه لري چې د کورونا پر ضد واکسین به تر راتلونکي کال پورې چمتو شي.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، د درمل جوړولو لویې او کوچنۍ کمپنۍ هڅه کوي چې د کور

د روغتیا نړیواله اداره وايي، د نړۍ د درمل جوړونې سترو کمپنیو لکه (Pfizer Inc) او (Sanofi) خپل واکسینونه کاندید کړي دي.

ونا وایرس لپاره واکسین جوړ کړي ځکه چې واکسین د دې وایرس د مخنیوي لپاره تر ټولو اغېزمنه لار ده.

د چین (CanSino) کان سینو تېره میاشت وویل چې د چین د درملو د تایید ادارې اجازه ورکړه چې پر انسان خپل واکسین وازمويي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *