په امریکا کې د کرونا ناروغۍ د تشخیص لپاره یو داسې ماشین تازه جوړ شوی دی چې په پنځو دقیقو کې معلومولی شي چې یو کس په ناروغۍ اخته دی کنه. پخوا به د ناروغۍ د تشخیص پروسه ډېره اوږده وه او یو کس ته به په داسې وخت کې د هغه د معایناتو نتیجه ویل کېده چې ممکن د هغه ناروغ کس د کورنۍ نورو غړو ته به لا وختي دې مرض سرایت کړی و. پر وخت د نه قرنطین کېدو له امله د نورو د اخته کېدو چانس هم ور سره زیات و.
د کابل پوهنتون یوه پخواني استاد کيسه کوله چې ملګری یې امریکا کې اوسېږي، عمر یې تر شپېتو کالو اوښتی او تېره اونۍ په کرونا مرض باندې اخته شوی و. ویل یې چې وچ ټوخی را ته پیدا شو نو ډاکټر ته ولاړم. هلته یې را څخه د معایناتو لپاره مواد واخیستل او بېرته کور ته راغلم. د شپې درې بجې به وې چې زنګ راغی او له خواږه خوبه یې پاڅولم. ټلیفون مې را واخیست او له ځان سره مې ویل چې بیا به چا له کابله زحمت ایستلی وي. سترګې مې وغړولې ګورم چې شمېره ځايي ده نو له (هلو) ویلو وروسته یې سمدستي را باندې دا زیری وکړ چې د کرونا معاینات دې مثبت دي او باید سمدستي ځان قرنطین کړې. وايي چې تر سهار په کوټه کې همداسې سربداله یوه خوا بله خوا ګرځېدم او د کرونا له وېرې مې مېرات مړی خوب بېخي وتښتېده. له ځان سره مې ویل چې وه کور ګډې! ولې دې تر سهاره دا د غم زیری نه ځنډاوه؟ خوب خو به مې پوره کړی وای بیا به مې دې قرنطین ته ځان برابر کړی وای. دا لا څه کوې، په شنه سهار یې زما د ټولې کورنۍ غړي د معایناتو لپاره کلینیک ته بوتلل چې له دوی څخه یوازې زما په کورودانې کمبختې دا ټکه را لوېدلې وه. دواړه په خپله کوټه کې بند شو او بچیانو به مو را ته ډوډۍ له دروازې دباندې کېښوده.
ویل یې چې هماغه اوله ورځ ډېره سخته را باندې تېره شوه. په یوه ورځ کې را باندې د مرض څو نښې را ښکار شوې. کله یوه او کله بله علامه راښکاره کېده. ممکن دا ټولې د وېرې له امله وې ځکه چې له رسنیو څخه مو د دې مرض په اړه کافي معلومات ترلاسه کړي و. کله به مو سر خوږېده او کله هم ځان خو همدا پراسټامول ګولیو ته لګېدلي و د ورځې درې وخته به مو تر خولې کولې چې اوس دا دی ورځ تر بلې دواړه رغېږو او له خیره لکه چې له دې بلا روغ ووتو.
له نېکه مرغه د دواړو صحت اوس ښه دی او مرض یې مخ اړولی دی. زموږ دوست ورسره ټوکې کړې وې چې تر دوو کلونو پورې باید زموږ کره سر را ایسته نه کړې چې خدای مکړه موږ په کرونا اخته نه کړې. دوست مې چې د خپل همصنفي کیسه کوله په خندا یې وویل چې: دا لا چا ویل چې کرونا مشران وژني او کشرانو ته څه نه وايي؟ چا ورغبرګه کړه چې د دوی راز په دې کې دی چې دواړه یوه کوټه کې قرنطین وو. ځکه چې ځينې مېرمنې خپل مېړونه هم له کرونا کم نه ګڼي خصوصاً چې کله په کور پاتې شي. مېړونه بیا وايي چې کرونا په متاهلینو باندې اغېز نه کوي ځکه چې دوی باندې عین کانې دویم ځل نه کېږي!
سلام
دې کې شک نشته چې کرونا یو ناڅاپی او نامعلومه افت دی . بلا ده او انسانی وباده د معاصر طبابت به وړاندي جګړه او لجاجت او د انسانی غفلت به مقابل کې خبرداری ! داچې څوک یې منی یانه منی ، جدی یی ګڼی یا نه ګنی دا بیا ددوی کار دي. ما ته دابن عربی رح ۱۲۴ م را یادشوه یوچا بوشتنه وکړه چې د افت یا مصیبت به وخت کې انسا ن باید څه وکړی ؟ هغه وفرمایل
کله چې ما باندې مصیبت راشی څلور خلی د الله ج شکر کوم
دیر امکان لری له دې نه لا لوړ افت وی خو شکر دی چې دا وړوکی دی
شکر دی چې دبر داشت او چاره کولو فهم دې راکړی
چې ددې مصیبت به رسېدلو ددعا ا و عبادت شوق او د ویرې حس راژووندی کول
چې دغه مصیبت جسمانی دی نه دینی
جالبه او به زړه بورې خبره ستا د لیکنې طبی اړخ و معلومات دی زه فکر نه کوم چې دغه مصیبت به اد بی واژو او اصطلا حاتو کې ګنجایش لری
د داچې ولې موږ چمتو نه یو اوله بلی زاویی دغه مصیبت لا نه بېژنو او په نړۍ کې یې د کارتل بنه غوره کړې اوږد بحث دی او د باندیمیک په وړاندې ستراتیزی يې دیره ګډه و ده ده
سلام
عجیبې کانې دی د ځینو رسنیو خبرونو هیاهو بیا له مبالغو نه هم اوړی چې ستره لانجه به سوشال میډیا کې رامنخ ته کړی دغه معلومات د امریکا غږ له قوله دی .دلیوه اوشپانه کیسه ما ولیدل چې لیوه به پړانګ بدل شوی نو خکه ما وویل چې په ادبیاتواواصطلا حاتو کې په خبل سوچ ناڅرګند شی ته هویت ور کول خای نه لری هدف مې خینی لیکو الان د ی اب دیده چپلی راکشیده باند به یېط ختمه کرو
په امريکا کې د وبايي ناروغیو د ادارې مشر ډاکټر اېنتهوني فاوچي هم دا مني چې د کرونا وايرس په اړه بې باوره خبرې کېږي.
نوموړي په امريکا کې د باسکتبال د مشهور لوبغاړي سټيف کري سره د انستګرام د لارې په مرکه کې ويلي چې د کرونا ويرس په اړه په نړۍ کې بېخي دوه جدا نظرونه موجود دي: “يو هغه چې وايي دا دنيا ختمېږي. او بل هغه چې دا باور نه کوي چې دا رښتيا دي.”
په انستګرام باندې د ډاکټر فاوچي دغه مرکه د امريکا مخکني ولسمشر بارک اوباما هم کتله او دا خبره يې ليکلې وه: “ساينس ته غوږ شئ او هر څوک بايد د يو بل د ښېګنې لپاره کار وکړي.”
په پاکستان او افغانستان کې د کرونا ويرس په اړه”ځینې مذهبي” خلکو هم خبرې کړي او ادعا کوي چې دا ویروس “مسلمان نشي نیولی”.
په پاکستان کې د “تبليغي جماعت مشرانو”د حکومت او د صحت د ماهرينو په ويناو باندې هېڅ غوږ ونه ګراوه او لاهور ته نزدې په رايونډ کې يې خپله کلنۍ اجتماع وکړه.
وروسته بيا ځينو رسنیو دا راپورونه خپاره کړل چې د اجتماع ځینو ګډونوالو د کرونا ویروس له ځان سره نورو سیمو ته انتقال کړی دی.
په ټولنیزو رسنیو باندې دا خبرې هم کېږي چې په”جوماتونو کې اذان کولو”سره به ويرس ختم شي. داسې خلک هم شته چې وايي دا د “انسان د ګناهونو سزا ده او که توبه اوباسئ نو روغ به پاتې شئ”.
په وبايي ناروغیو کتاب ليکونکی او د امريکا د مشهور پوهنتون يېل “Yale” پوهنتون يو پروفېسر فرانک سنوډن وايي: “وبا د انسان د ګناه سره تړل او دې ته د سزا نامه ورکول نوې خبره نه ده.”
د امريکا ورځپاڼه وال سټريټ ژورنال سره په يوه مرکه کې ښاغلی سنوډن وايي انساني تاريخ کې چې کله هم کومه وبا راغلې ده نو “خلکو د خدای د قهر په توګه ياده” کړې ده.
د کرونا ويرس واکسين نشته خو د صحت ماهرين د دې وبا نه د ځان ساتلو لپاره تر اوسه درې مهمې خبرې کوي. يوه دا چې په کور کې کېنئ، بله دا چې لاسونه په صابون وينځئ او يو بل ته مه نزدې کېږئ. او که ناروغ یاست نو ځان لږ تر لږه ۱۴ورځو پورې په کوټه کې بند کړئ.
د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلومات په اساس دا ویروس تر دې دمه د نړۍ په ۱۸۱ هېوادونو کې خپور شوی، څه باندې ۵۳زره کسان یې مړه کړياو شاوخوا یو میلیون نور پرې اخته دي.