تاند(شنبه، د حمل ۲) پاکستان وايي، د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټولې نړیوالې الوتنې د دوو اوونیو لپاره ځنډوي.

د نړۍ ګڼو نورو هیوادونو هم د الوتکو تګ راتګ درولی دی.

د پاکستان د ملکي هوايي چلن ادارې نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له نن ماښام څخه به د اپریل تر ۴ پورې د پاکستان او نورو هیوادونو ترمنځ د الوتکو تګ راتګ ودرول شي.

په دې بندیز کې چارتر الوتکې هم شاملې دي. خو پاکستاني چارواکي وايي چې کارګو یا باري الوتکې به اجازه لري چې د پاکستان پر هوايي ډګرونو کښېني.

تر دې وړاندې پرون د پاکستان صدراعظم عمران خان له خپلو هیوادوالو وغوښتل چې د کورونا وایرسو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ځان د قرنطین کولو او د راشه درشه د نه کولو پالیسي په کلکه رعایت کړي.

عمران خان په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، په درست هیواد کې د ټولو فعالیتونو د درېدو غوښتونکی نه دی ځکه چې دا به د بېوزلو خلکو ستونزې ډېرې کړي.

په پاکستان کې، چې نژدې ۲۲۰ ملیونه نفوس لري، تراوسه پورې د ۴۸۱ تنو کورونا وایرس تایید شوی دی.

د دغو کسانو اکثره ایران ته تللي وو او له هغه ځایه یې وایرس له ځان سره پاکستان ته وړی دی.

په دې هیواد کې په کورونا وایرسو ۳ تنه مړه شوي هم دي.

عمران خان د دې لپاره چې په بازارونو کې خوراکي مواد کم نه شي له خلکو وغوښتل چې ډېر خوراکي مواد ونه پېري.

د عمران خان تر څرګندونو څو ساعته مخکې ملیونونو پاکستانیانو د جمعې لمونځ په داسې حال کې وکړ چې ماسکونه یې هم نه وو تړلي.

تر نن شنبې پورې په نړۍ کې ۲ لکه ۷۶ زره ۶۳۸ تنه په کورونا اخته شوي، ۱۱ زره ۴۱۹ تنه ورڅخه مړه شوي دي. خو ډېر نور ښه شوي دي. د هغو کسانو شمېر چې ناروغي یې ښه شوې۹۱ زره ۹۵۴ ته رسېږي.

تر ټولو ډېر کسان په ایټالیا کې مړه شوي.

ځواب دلته پرېږدئ