عبدالجميل ممتاز

زیاتره دا باور ساتي چې کورونا به په خپل پای کې نړۍ بدله کړي …. چې شاید بدله یې هم کړي.

زما په ګومان، د اکثرو باور له دې انګیرنې راټوکیږي چې بریدګر یا په اصطلاح د قتلونو اتل وایروس (کرونا) یوازې انسان په نخښه کړی او غواړي هغه ژوی ښکار کړي چې ګمان کیږي د همدغه ژوي (انسان) د قصدي یا غیر قصدي تیروتنې له امله رامنځته شوی دی. دا چې څنګه تولید شوی، څیړونکي به یې خامخا یو وخت جرړه را وباسي؛ خو اوس د پام وړ خبره دا ده چې کرونا تر اوسه له ټولو هغو پولو پښه اړولې چې انسانان یې پخپلو کې د سرو کرښو په نوم پېژني؛ لکه: عقیده، کلتور، ژبه، خاوره، نژاد، رنګ همدارنګه خان، ګدا، زورور او کمزوری او… خو په ټوله کې انسان اوس په دې اړه ځکه فکر او غور نشي کولای چې هغه ایله اوس له مرګ څخه د ژغورنې د لارو چارو پر لټولو بوخت دی، ګنې که له یوې خوا کورونا د انسانانو ترمنځ ټاکلې پولې له پامه غورځوي او ټولو ته په یوه سترګه ګوري؛ خو له بلې خوا بیا همدا انسانان له دغې وبا نه د خلاصون او د هغې د مخنیوي لپاره، یو تر بله د لېرې کېدو تدبیر غوره او ګټور موندلی دی او دوی اوس یوازې همدومره پوهیږي چې یاد وایروس ورته په ډلییز ډول ډیر زیان اړوي، نو له همدې امله باید یو بل ته حتا نزدې هم نشي.

دا د روان آفت یو اړخ دی چې عام وګړي ترې انګیرنه کوي؛ خو په عین وخت کې یې د نورو اړخونو په اړه هم اذهان جامد نه دي پاتې شوي او هرومرو یې یو سمدلاسه تعریف ورته وړاندې کړی دی چې زه هم پرې له دوو زاویو څخه تبصرې ته زړه ښه کوم‌:

یوه – په نړۍ کې یو شمېر انسانان شته چې له ډیرو تکراري پېښو څخه د ستړیا اعتراف کوي او غواړي چې ځانونه د تمې خلاف پېښو د رامنځته کېدو لامل وګرځوي او د کلونو تنده په یوه نوې او جالبه (بوږنوونکې/ویروونکې) ننداره باندې ماته کړي، دا چې د دوی مفکوره کې د ماجرا تومنه شتون لري، دا دومره د پام وړ موضوع نه ده، اما په دا ډول وګړو کې چې کوم ځانګړی ذهنیت او خصوصیت پروت دی، هغه ته د انقلاب افراط وایي، یعنې دوی هڅه کوي چې له خپل انقلاب نه د تمې خلاف پایله ترلاسه کړي (البته که پایله منفي یا مثبت وي، ورته مهمه نه ده) خو په هره هڅه کې دومره ځانچاري دي چې هیڅکله نه غواړي، ورته پېښه دې بیا تکرار شي، چې البته د کرونا آفت یې هم یوه هڅه وبولئ او دا چې پایله یې د تمې خلاف (منفي) راووتله، نو طبیعي ده چې هیڅکله به هم خپل تړاو ورسره رسوا نه کړي.

بله – د کورونا پایله کې د رامنځته کيدونکي بدلون په اړه انګيرنې څه وي؟ همدې خبرې هغو هیوادونو ته اندېښنه ور اچولې چې دمګړۍ د خپل اقتصاد پر تله په نړۍ کې سر ښوروي او د دغه ډاډ په مرسته یې په نړیوال سیاست، تجارت، نظامي حراست او… برخو کې لومړی او مهم رول/موقف خپل کړی دی. په مثال کې یې امریکا یادولای شو؛ دغه هیواد اوسمهال نه یوازې د نړۍ له زبرځواکو څخه حسابیږي، بلکې د پیاوړي اقتصاد له کبله یې ان د نړۍ امپراتور هم بللی شو، دا چې څوک یې نه مني، هغه به نو د ایران او شمالي کوریا له حاله ځان نه خبروي؛ اما امریکا اوس په ښکاره ویرېدلی چې ګوندې کورونا یې دا راج ختم نه کړي؛ ځکه خو د دغه هیواد ولسمشر ټرمپ، په امریکا کې د یاد وایروس د چټک پرمختګ سره سره بیا هم خپل وګړي د مرګ خولې ته ور ټېله کړل او د کاروبارونو د بیا پیلولو لپاره یې ټینګار وکړ چې د اقتصاد ماشین یې باید په ټپه ونه دریږي، هغه څه چې له امریکایانو پرته، د نړۍ زیاتره ټولنې د همدې ورځې په تمه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *