اندېښنه د انسان هغه شدید او وېرېدلی حالت دی؛ چې خپګان او ستړیا دواړه له ځان سره ولري. دا یوه اروايي ناروغي ده؛ ډېره کله د انسان پر روان اغېز کوي، ناروغ شخص پکې د تهدیدی احساس کوي، ولې د همدې تهدیدی د سرچینې په پیدا کولو نه پوهیږي،په پټ ډول سره یو ډول وېره چې نرې تبه، د مفسلونو درد هم ورته پیدا کیږي، ناروغ شخص پکې د سر خوږي احساس کوي ډېر پکې ستړی او ستومانه ښکاري د خوب په اختلال اخته کيږي بالاخره شخص پکې رواني او جسمي زیان ویني.

تاسې به ډېری پېښې تجربه کړي وي، چې شخص د یو خطر په اړه اندېښمن شوی وي، مخکې له دې چې خطر سره مخ شي دې به خدای مه کړه په اندېښنه ځان وژلی وي؛ د داسې پېښې شاهدهم پاتې شوی یم؛ چې یو ناروغ ته ډاکټرانو د عملیات خط ورکړی و؛ د عملبیات لپاره یې دوه ورځې وخت ورکړی چې څو په عملیات خونه کې فرصت شي، خو هغه شخص له ماسپښین تر ماښام ناوخته دومره شدیده اندېښنه کوي چې نه څه خوري، نه څه څښي، نه له چاسره غږیږي او نه هم چېرته ځي، یوازې د دوه ورځې ورسته عملیات په اړه فکر کوي او په بدو پایلو يې سوچ وهي بلاخره سهار وختي نوموړی ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکوي. په یو اروپاي شرکت کې یو شخص کار کوي ښه ارامه او سوکاله ژوند لري، مګر کله چې ورته د شرکت رييس لخوا ویل کیږي؛ چې تر همدې میاشتې اخره به دې دلته کار کوي نور به له دندې ګوښه کیږي؛ ناڅاپه د نوموړي کارمند ژوند له عادي حالته بدلون کوي، د خپل راتلونکي په اړه فکر کوي، له دندې د ګوښه کیدو ورځې شماري او د نوې دندې موندلو لپاره شپه او ورځ اندېښمن وي؛ تر دې چې په دې اندېښنه کې ورته  د زړه د حملې مرض پیدا کیږي او نوموړی د تل لپاره په کور بې دندې پاتې کیږي. داسې ډېر نور مثالونه نور هم شته او تاسې به هم تجربه کړي وي.

د کرونا ویروس چې (کوید-۱۹) هم ورته وايي. یعنې د ۲۰۱۹ کال نوی ویروس چې پیل يې د چین له ووهان ښاره شوي او په چټکۍ يې ټولې نړۍ ته وزرې غوړولي، د ټولې نړۍ لپاره يې د خلکو په عامه اصطلاح د خطر زنګ ګرځیدلی دی.

په دې وروستیو کې يې د نورو نړۍ هېوادونو وګړو سربېره افغانان هم اندېښمن کړي دي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د خلکو د پوهې کچه يې ټيټه ده. دلته تر ډېره له کرونا تعبیر د مرګ فرښته ده، بس همدا چې څوک کرونا ونیو، نو هغه بیا د ژوند څکه نشي کولی. متاسفانه د عادي وګړو سربېره مو پوه او علمي اشخاص هم همدا تعبیر اخیستی، دوئ په دې اند دي؛ چې کرونا خامخا یو جدي ګواښ دی، سمه ده دا منو چې د کرونا ناروغي به ګواښ وي د اندېښنې وړ به وي، خو دومره هم نه چې د کرونا ویروس باندې له اخته کېدو خدای مه کړه ژوند له لاسه ورکړو یا دومره انېښنه ورته وکړو چې خپل ژوند پر ځان تریخ کړو، که څه هم چې د کرونا له امله د مړینې خبرونه اوریدل کیږي، مګر ډېر د کرونا ناروغان ورسته له ناروغۍ پېرته خپل عادي حالت ته ګرځيدلي دي او اوس خپل عادي ژوند ته په ښه شکل دوام ورکوي.

چین چې د دې ویروس اصلي منشا او د خپریدو سرچینه ده اوس وروستیو خبرونو کې ویل کیږي چې وضعیت يې مخ په ښه کېدو دی، په ایټالیا کې ۱۰۲ کلنه مېرمن چې په کرونا آخته وه روغه شوه.

په په سویس کې په کرونا اخته درې تنو خپل عادي حالت غوره کړو، په افغانستان کې هم ورسته له څه مودې قرنطین څخه ډېرو اخته وکړو د روغ او کامل صحت خاوندان شول، همدارنګه ډېری اخته ناروغان اوس خپل عادی ژوند ته دوام ورکوي. ډېری هغه ناروغان چې دا ویروس ور رسیدل له ناسم روغتیايي وضیعت سره نه دي مخامخ، یوازې هغه ناروغان چې عمرونه يې په لوړ او یا هم هغه ناروغان چې د نورو ناروغیو له امله کړیږي؛ د دې ناورغی له امله يې د مړینې ډېر کم چانس دی، او په کم عمرو ځوانانو او ماشومانو کې خو يې د مړینې آندېښنه هېڅ د اندېښنې وړ نه ده. که څه هم د دې ویروس د مړینې کچه تر اوسه نه ده اندازه شوي؛ خو د ډاکټرانو په وینا د دې ویروس د مرګ چانس یواځې ٪۲سلنه تر٪۶ سلنه ده او پاتې٪۹۲ او ٪۹۴سلنه يې د بېرته روغیدو چانس دی؛ چې دا د رغیدو لپاره یوه ډېره لوړه فیصدي ده. خو سوال دا پیدا کیږي چې ولې دې ویروس باندې د اخته وګړو مړینه ډېره ده؟ ممکن ستر لامل يې خپګان او انډېښنه وي، ډېری مړینې د ویروس د آخته کېدو له امله نه بلکې دې ویروس باندې د اخته کېدو او د مرګ نه د وېرې او خپګان له امله دی. کرونا هماغه مخکېنې د والګي او زوکام، ستوني، تبې، او د نسناستي ناروغي ده یواځې په دې تفاوت چې هلته به يې یوه اونې دوام کوو او دلته به څوارلس ورځې یا دوه، درې اونۍ دوام وکړي. هلته ورته انېښنه کمه یا هېڅ نه وه، اما دلته ورته اندېښنه ډېره ده، هلته به دارو درمل کارول کیدل دلته له درمل سربېره صحي او رواني لارښوونې په پام کې نیول کیږي. کرونا دومره ګواښوونکی ویروس نه دی؛ څومره چې د غیرو مسلکي اشخاصپه رسنیو کې ګواښوونکی کړې ده! دلته بدبختي دا ده چې یو شخص به مسلکې په یوه برخه کې وي او کارونه به د بل مسلک کوي، د دې پرځای چې عامه پوهاوی وکړي، عوامو ته د ویروس د مخنیوي او د رغیدو پیغام ورکړي بلکې نور يې هم اندېښنه کې غورځوي که چېرته یوه پېښه ثبت شوي وي نو تر عوامو چې رسیږي درې ترې جوړې شي.

د کرونا د مخنیوي او د له هغې د ژغورولو لپاره یواځې هغه صحي لارښوونې چې د روغتیاو وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان لخواوړاندې شوي عملي کړئ، اندېښنه ورته مه کئ، عادي يې وګڼې او فکر وکړئ چې د نورو ناروغیو په څېر دا ویروس هم له منځه ځي او د یو عادي ناروغۍ په څېر تیریږي او بس. د قرنطین نه استفاده وکړئ، خپلې ورځینۍ چاري مو په کور کې سرته ورسوي، عادي ژوند غوره کړئ، مبارزه وکړۍ او سنګه چې يئ هماغسې ځان ارامه او راحت کې احساس کړئ!

One thought on “د کورونا پر وړاندې اندېښنه | وحیدالله وحدت”
  1. د ورونو د توجع وړ مهه لیکنه ده

    ښاغلی ورور وحیدالله وحدت صاحب
    السلام علیکم!
    ښاغلی وروره الله ج دیی تاته ډیر اجرونه او عزتونه درکړی. ډیری ښی موضوع ته دې په ډیر ژور ، ښه فکر او ښه وخت کی اشاره کړیده. تاسی محترم چه پورته کومه لیکنه کړیده کټ مټ همداسی ده.
    خدای دې وکړی چه ستا دغه د ډاډ وړ لیکنه په زیاترو ویب پانو کی نشر شی. د تاند دمحترمی اداری څخه ډیره مننه کووم چه دغه مسبته لیکنه یی خپره کړه.
    الله ج دیی وکړی چه دتاند محترمه اداره یو څو ورځی دغه لیکنه په لمړی پانه یا صفحه کی وساتی.

    والسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *