کورونا راغله ،جهان په ډار دئ
که ئې ملت دئ، که ئې سرکار دئ
منتظر هر څوک، و بد خبر ته
وای که نن نه وي، سبا مو وار دئ
+++
کورونا نه ده، انسان مرگو ده
په تن وړوکې، په زور کي لو ده
غوږ و طبیب ته، تکیه و خدای ته
بس همدا لاره ،د ژغورېدو ده
+++
پرون جنگونه ،نن کرونا ده
د آفتونو، راته سلا ده
د ملتونو، گټمن هغه دي
چي ئې د عقل، سترگه بینا ده
+++
چي لس کلن وم ،خپره وبا وه
له کندهاره، پورته غوغا وه
خلک ناپوه وه، جهل ځپلي
واکسین و دوی ته، غټه گناه وه
+++
تر اویا تېر یم ،بیا هغه شپې دي
له کورونا مو، نارې سورې دي
خلک هغه شان، لا بې پروا دي
هماغه آش دئ، هغه کاسې دي
+++
لوی مصیبت دئ، دنیا لړزېږي
یو خړ سېلاب دئ، په خروښ تېرېږي
زموږ کوتاه فکرو ، ته خو مو پام دئ
چي پر چوکیو، سره جنگېږي
+++
مرض به تېر سي، بیا به روڼا سي
له وایروسو به، پاکه دنیا سي
مأیوسه مه سئ ،د خدای له رحمه
ورکه خوښي به ،بیرته پیدا سي
+++
که نړۍ ډکه، له وایروسونو
بل خبر نسته، بې له مرگونو
راځئ په ټولو، دا ږغ کړو پورته
چي ژوند تعبیر دئ، د امیدونو
آشاوا ــ کاناډا
۹ د اپریل ۲۰۲۰ع