نارینه به لویې مېلمستیاوې جوړوي چې نوم یې ښه شي خو ناروغه مور یا مېرمن به ډاکتر ته نه پرېږدي ، ځکه چې پیسې نشته. زه یو څوک پیژنم چې اولاد ته د کورس پیسې نه ورکوي خو په کال کې یو یا دوه ځله لوی خیرات کوي.
په اوسنۍ زمانه کې چې په ژوند کې بې تعلیمه پرمختګ ناکېدونی یا تقریبا ناکېدونی دی، د کورسونو لوستل ضرور دي خو دغه سړی چې ذکر یې وشو، په خپل نوم دومره میین دی چې د اولاد له تعلیمه پیسې سپموي او د خیرات په نوم یې په لویو مېلمستیاوو لګوي. یوه سپین سارې ښځه مې پیژندله چې پنځه، شپږ زامن یې وو. ټولو زامنو یې ودونه کړي وو او ټول په یوه کور کې اوسېدل. ګوزاره یې ښه روانه وه خو دې سپین سارې خواښې به چای، بوره، وچه مېوه او غوړي په خپل کنټرول کې ساتل.
د دغو شیانو کلیانې به ورسره وې. چې نږور به ورته راغله او مثلا د چای به یې ورته وویل، د خواښې شونډې به وخوځېدې، بدرد به یې وویل چې مصرف ډېر کوئ، زما زامن یې په څومره زحمت ګټي او تاسې یې په څومره بې باکي لګوئ. دې به دا خبره هم زیاته کوله چې که زه نه یم، کور به اور واخلي. دې په نږورګانو باندې د خپل تسلط د ساتلو او د ځان د مهم ثابتولو لپاره دغه چل کاوه. په کور کې طبعا نور مصارف هم کېدل خو دې د خپلې ځوانۍ د وخت له تجربې سره سم ګومان کاوه چې بوره او چای ډېر مهم او قیمتي شیان دي. مثلا کورت یې په کنټرول کې نه ساتل ځکه د دې د ځوانۍ په زمانه کې بوره ګرانه او کورت ارزانه وو.
د کورنۍ ځینې غړي چې د پیسو واک ورسره وي، د کور د نورو غړیو د لباس او نورو وسایلو انتخاب په خپل لاس کوي. مثلا وایي به، نه سور کمیس مه اخله، شین واخله، سور درسره ښه نه ښکاري. دغسې کسان چې د کور په خزانه باندې ناست وي، د خزانه داري له امتیازه په نورو باندې د تسلط لپاره استفاده کوي.
زموږ په ګڼو ښاري او کلیوالو کورنیو کې د هغو ښځو عواید هم معمولا د نارینه وو جېبونو ته ځي چې کار کوي او پیسې ګټي. دغه عواید که د فشار او ارعاب له لارې د نارینه وو جېب ته ځي، خشونت ګڼل کېږي.