م. هـ س  

شکر دی چې اوس چې لر پښتانه را ویښ شوي او هغه درد یې احساس کړئ چې بر پښتانه د لسګونه کلونو راهیسې په کې سوځيږي، نو اوس د دې وخت دی چې د افغانستان ولس له خپلو لرو پښتنو وروڼو یوه هیله وکړي.

تاسې ټول پوهېږئ، چې په افغانستان کې روان اور آی اس آی بل کړی دی. د افغانستان د جګړې ټول طالب مشران په پاکستان کې اوسېږي. آی اس آی دوی ستاسې په مینځ کې میشت کړي دي. طالبان ستاسې په منځ کې اوسېږي، هلته یې کورونه دي، ستاسې په مینځ کې یې ټرینینګ سنترونه دي. ستاسې په مینځ کې کښته پورته کېږي.

طالبان تاسې ته وايي، چې په افغانستان کې ټول خلک کافران دي. دلته امریکا راغلي. موږ کافران نه یو، موږ همغه خلک یو چې ستاسې په مینځ کې اوسېدو. په والله قسم چې طالب په تېره یوه نیمه لسیزه کې له افغانانو پرته نور هېچا ته صدمه رسولي وي. د اسلام په نامه یې زموږ زرګونه ځوانان شهیدان کړل. کلی او کورونه یې کډو کولو ته مجبور کړل. د طالب په سیمه کې دری نیم ملیونه کوچنیان له ښوونځیو او تعلیم څخه محروم دي. تاسې به خبر یاست چې فالج (پولیو) په ټوله کې نړۍ کې صفر ده خو یوازې په افغانستان، پاکستان او نایجیریا کې پاتې ده.

د کندهار شاولي کوټ هغه طالب میشته سیمه ده، چې د کوچنیانو د فالج پيښې پکې له ټولې نړۍ څخه ډېرې دي. په دې به هم خبر یاست چې افغانستان په نړۍ کې د مخدره توکو تر ټولو عمده مرکز دی. دا کاربار هم په افغانستان کې دوی روان کړی دی. په هلمند ولایت کې سلګونه فابریکې لري او ټوله جګړه د هرویینو په مرسته تمویلوي. زموږ او ستاسې ګډې طبیعي زیرمې یې ټولې د پاکستاني جنرالانو په مرسته قاچاق کړې او دا لړۍ لا روانه ده.

نو په لره پښتونخوا کې زموږ وروڼو!!! له تاسې څخه د یو جګړه ځپلي ولس په حیث هیله کوو چې د طالبانو کورونه په خپلو سیمو کې مه پرېږدئ. له خپل کلي، ګاونډ او چم څخه یې وباسئ. دوی زموږ په ماشومانو، زموږ په ولس رحم نه کوي. تر ټولو بده لا ده چې اسلام یې را ته بانه کړئ او وژني مو.

2 thoughts on “د کوزې پښتونخوا وروڼو د طالبانو کورونو وسوځوئ”
  1. ښه خبره ده. واضحه ده چه پولیو په ټوله نړی کی ختم دی. جهل نادانی ، بی حرمتی دا ټول د پښتون ولس په کور کی روانی دی د چا له لاسه. لعنت دی په داسی مسلمانی شی چه ملا په جومات وژنی، سپین ږیری په کلیو او بانډو کی. الله طالب ورک کړی چه پاتی نشی. هم یی اسلام په ټوله نړی کی بد نامه کړ او هم یی د پښتون نوم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *