تاند- د کولمبیا د پوځ عمومي قوماندان جنرال البرتو خوزې (General Alberto Jose Mejia) وايي؛ ناټو وړاندیز ورته کړی چې افغانستان ته ځواکونه ولېږي.
کولمبیايي تلویزیون (ټیلي سور) راپور ورکړ چې د کولمبیا پوځ افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو لپاره تیاري نیسي.
د دغه تلویزیون د راپور پر اساس، کولمبیا په پام کې لري چې د ناټو او ملګروملتو د سوله ساتي ماموریت له لارې خپل رول په نوره نړۍ کې ادا کړي.
د کولمبیا د پوځ عمومي قوماندان جنرال البرتو خوزې وویل «ناټو موږ ته وړاندیز کړی دی چې افغانستان ته د ځواکونو په لېږلو کې برخه واخلو.»
ده همداراز وویل«د جبهې په لومړۍ کرښه کې د کولمبیا د پوځ لپاره فرصتونه شته څو افغان ځواکونه وروزي او ملاتړ یې وکړي.»
کولمبیايی قوماندان زیاته کړه چې د هیواد ولسمشر(Juan Manuel Santos) به یې په سپټمبر کې د ملګروکلتو په عمومي اسمبلۍ کې افغانستان ته د خپل هیواد د ځواکونو او پوځي متخصصانو د لېږلو وړاندیز وکړي.
کولمبیايي ځواکونه د نشه يي موادو له زورورو مافیايی شبکو سره په مبارزه کې پاخه شوي او ښې تجربې یې ترلاسه کړي دي.
کولمبیا، چې بوګوټا یې پلزمېنه ده، د جنوبي امریکا د لویې وچې په شمال لوېدیځ کې موقعیت لري، د شمال لویدخ لور ته یې پاناما، ختیځ ته وینزیویلا او برازیل او جنوب ته یې ایکوادور او پیرو دي.
د دغه هیواد، چې څه باندې ۴۹ ملیون نفوس لري، رسمي ژبه هسپانیايي ده او یو ملیون او یولکو یو څلوېښت زره ۷۴۸ کیلو متر مربع مساحت لري.