تاند- له یوې تازه څېړنې سره سم د نړۍ په ۷۲ هیوادونو کې خلک په انګلیسي ژبه خبرې کولی شي خو د بېلابېلو هیوادونو د وګړو د انګلیسي ژبې د مهارت په اندازه کې توپیر شته.

اندیپندنټ ورځپاڼې د اروپا، امریکا، اسیا او افریقا د لویو وچو د بېلابېلو هیوادونو د انګلیسي ژبې د سویې اندازه په رنګونو کړې ده.

په دې احصاییه کې هغه هیوادونه چې انګلیسي یې ملي ژبه ده؛ لکه بریتانیا، استرالیا، امریکا، کاناډا، نیوزیلنډ، مالټا… شامل نه دي همداراز د افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او یو شمېر نورو هیوادونو یادونه هم نه ده شوې.

په دې څېړنه کې ویل شوي چې په نړۍ کې لومړی مقام د هالنډ دی، ورپسې په ترتیب ډنمارک، سویډن، ناروې، فینلنډ، سنګاپور، لوګزامبورګ، اتریش، جرمني، پولنډ، بلجیم، مالیزیا، فلیپین، سویس، پرتګال، چک جمهوریت، سربیا، هنګري، ارجنټاین، او رومانیا دي.

په دې حساب اکثره هیوادونه، چې انګلیسي ژبه یې ښه ده، اروپايي دي.

د بریتانیا ګاونډی هیواد فرانسه ۲۹ ځای لري او هسپانیا له دومره زیاتو انګلیسي ژبو سیلانیانو سره سره ۲۵ مه ده.

په لاندې نقشه کې په اروپا کې تر ټولو ښه، ښه، متوسطه، کمزورې او ډېره کمزورې انګلیسي ښودل شوې.

نارنجي رنګ د ترکیې دی چې انګلیسي ژبه پکې تر ټولو کمزورې ښودل شوې ده.

په لاتینه امریکا کې د برازیل د خلکو انګلیسي تر ټولو ښه خو په کولمبیا او وینزویلا کې انګلیسي تر ټولو کمزورې ده.

په اسیا کې هند او مالیزیا تر ټولو ښه خو د پاکستانیانو انګلیسي کمزورې بلل شوې ده.

په څېړنه کې د لیک لوست یا سودا د کچې اندازه د انګلیسي له سویې سره بې ارتباطه نه ده بلل شوې کنې هند او پاکستان دواړه د انګرېزانو تر استعمار لاندې ګډ ژوند کړی او یو شان له انګلیسي ژبې اغېزمن شوي دي.

د سعودي عربستان، عمان، کویت، السلوادور، منګولیا، الجزایر، کمبودیا، لیبیا او عراق انګلیسي په نړۍ کې تر ټولو کمزورې ښودل شوې ده.

څېړنه ښيي چې په مجموع کې د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ ځوانانو انګلیسي په نړۍ کې ښه ده او له دې داسي ښکاري چې په ټولو هیوادونو کې ځوان نسلونه د دې ژبې زده کړې ته زیاته لېوالتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *