تاند- په بریتانیا کې څېړونکو هڅه کړې چې معلومه کړي نارینه د کوم عمر ښځې خوښوي او نجونې د کوم عمر نارینه.
په دې څېړنه کې ویل شوي چې که نارینه په خپله هر څومره عمر ولري کم عمره نجونې خوښوي خو په دې برخه کې د ښځو میلان بل ډول دی.
په دې څېړنه کې، چې پایلې یې(okcupid) ویبپاڼې خپرې کړي دي، ویل شوي چې نارینه که هغه ۲۰ کلن وي یا ۸۰ کلن، کم عمره نجلۍ خوښوي.
په څېړنه کې راغلي چې د ۲۰ او ۴۲ کلونو ترمنځ نارینه وو ۲۲ کلنې نجونې غوره بللي خو له ۴۵ یا ۴۶ کلنۍ وروسته نارینه وو ویلي چې ۲۴ کلنې نجونې خوښوي. او جالبه دا ده چې د ۵۰ کلنو او تر پنځوس د زیات عمر لرونکو نارینه وو ویلي چې شل کلنې او ۲۲ کلنې یې خوښېږي.
له بلې خوا ښځو په دې سروې کې څېړونکو ته ویلي چې د همځولو یا تر ځان یو – دوه کاله مشران یې خوښ دي.
د ۲۰ او ۲۵ کلونو ترمنځ نجونو ویلي چې د دوی لپاره هغه ځوانان جذاب دي چې تر دوی یې عمر لږ زیات وي.
څېړنه وايي هر څومره چې د ښځو عمر زیات شي په هماغه اندازه یې له خپل همځولو سره لېوالتیا زیاتېږي.
سلام داكتر صاحب ستاسو ايميل مي په كار دئ.