ګل عالم کاکا د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ اوسېدنکی وو، دوه زامن یې درلودل، مشر زوی یې ښه په خبره پوه، هوښیار او د ګټې سړی وو او کشر یې داسې لیږ ماتو او لیونحاله وو، له لېونتوب سره یې په ټوکو او ټکالو کې ښه اوږد لاس درلود، د کلي د ځوانانو به ښه سات ورباندې تېر وو، له بده بخته په تېر انقلاب کې خلقیانو د ګل عالم کاکا مشر زوی وواژه.
ماښام ګل عالم کاکا په خپل کور کې د مشر زوی د مړینې له امله ډېر خواشینی ناست دی، د کور ټول وګړي ډېر زیات خپه دي، د انګړ په ټوله فضا د چوپتیا دروند څادر خپور دی، دا دی چې د ګل عالم کاکا کشر زوی د جومات تر مخ له بانډاره را خلاص شوی او کور ته په دربي را ننووت. ویې کتل چې هره خوا چوپه چوپتیا خوره ده، غلی د خپل پلار (ګل عالم کاکا) ترڅنګ کښېناست، له خبرې سره یې سر ټیټ کړ او خپل پلار ته یې وویل:
یاره لا لا که یې ټوکه بولې، حکومت خو ښه ټوکه در وکړه.
زه هم وایم: که یې طالبان ټوکه بولي، نو ښه ټوکه ورشوې. څوک چې د چا ښځه، خور، لور او مور له موټره ښکته کوي، د ده ښځه، خور، لور او مور به د کور له انګړه خلک وباسي.
د چا دروازه چې په نوک وهې ستا دروازه به په سوک وهله کېږي.
طالبانو تر دې له مخه هم ځینې داسې کارونه کړی و، خو په عامو خلکو د طالبانو د جعلی تقدس پرده خپره وه، چا په ډېرو مسلو سر نه خلاصاوه، ویل یې، چې طالبان جهاد کوي.
خو په دا ورستیو کلونو کې طالبانو خپل هغه جعلي تقدس هم له لاسه ورکړ او ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول پښتنو ته دا ښه جوته شوه، چې طالبان د دین په نامه هغه څه کوي، چې بې دینه خلک یې د فساد په نامه هم نه شي کولای.
له طالبانو سره دې بالمثل معاملې به ځینې ساده خلک هک پک کړي وي، خو د حیرانتیا وړ خبره نه ده، پښتانه وایي:
ځمکه هغه سوځي چې اور ورباندې بلېږي، تاسې د هغه چا حالت تصور کړئ، چې مور، خور، ښځه یا لور یې څوک په لویه لاره له موټره کښته کړي.
ایا له دې سړي سره له بالمثله معاملې پرته کومه بله لار شته؟
چې څه کرې هغه به ریبې، طالب خو په خپله په لوی لاس خلکو ته د خپل ځان د بېعزته کولو اسباب برابروي، طالبجان دا لس کاله کښت کړی، اوس یې د ریبولو وخت را رسېدلی دی.
طالبانو چې څوک په تیږو ویشتلي اوس دې له هغوی څخه د ګلانو د ویشتولو تقاضا نه کوي، هغوی به یې په دوه چنده درنو تیږو ولي.
د قطر له ډراماتیک دفتر سره د طالبانو ډراماتیک حیثیت خلکو ته ښه روښانه شو، اوس نور څوک د دین او جهاد په نامه نه شي غولولای، نه د چا مال او عزت ته په بده سترګه کتلای شی او دا خو لا د پټي سر دی پټی ورسته سورور دی.
هغه خالص بابا ته چا ویلی وو، چې:
د قیامت په ورځ به دې ولا تر ګرېوان ونیسم، هغه ورته وویل: جانانه د قیامت په ورځ ټول خلک لوڅ لغړ له قبرونو را پورته کېږي، ګریوان خو به نه لرم، مګره مې تر سامان ونیسې.
زه باور لرم چې طالبانو ته به خلک په دغه دنیا کې قیامت ور وښیي او داسې لوڅ لغړ به یې ودروی لکه د محشر په میدان.
مادرته وېل تا نه منله
د کونډې زویه! اوس وهه د چول مزلونه
مولوی خادم احمد اندړ
که موږ داسې مولویان ولرو ،آخرت اودنیا به مو سمه شی ، په قلم دې برکت شه مولوی صاحب
په دا کیسه مې که څوک سم پوه کړي چې دا څه شوي دي؟ د جرګې غړې خو یې وتښتوله، زه وایم چې زمونږ او خپله خور یې وتښتوله او د پنجابي پوځیانو په مخکې یې اوښکې ورتوی کړې خو د دې معاملې په دویم بند نه یم پوه شوی. آیا د جلال اباد د حضرت علی غوندې معامله یې ورسره وکړه چې ښځه او وریندار یې په بدل کې ورته وتښتول که څنګه؟ که یو څوک یې دا تفصیل ولیکي چې له ملا خره اخوند سره یې څنګه معامله کړې ده.