ولسمشره!

په وروسته پاتې هېوادونو کې نجونو ته خپل حق نه ورکول کېږي. زه هم د پيسو په مقابل کې نالوستي سړي ته ورکړل شوم او بې زده کړې لویه شوم.

د واده پسرلی مو پیل نه و، چې خاوند مې په جګړه کې مړ شو. په  دې وخت کې د یو زوی څښتنه وم، همت مې وکړ او د ستونزو سره مې مبارزه پیل کړه. زه خو له مخکې هم د ستونزو سره لویه شوې وم، خو اوس لا ستونزې ډېرې شوې.

د دغو نهو میاشتو په جریان کې اقتصادي ستونزې ډېرې وې، نه به زه په نس مړه وم او نه به ماشوم ته پوره خواړه رسېده. د هغه ژړا به مې په ګېډه کې اوریده، خو له واکه مې څه نه کېده.

د ورځې په سلګونو مرمې راتلې، سیاسي ثبات نه و او له ویرې کوم احساس چې ماشوم کاوه، د انسان زړه پرې سوزیده، کله به زما د ګېډې یو کونج کې پټيده او کله په بل کونج کې.

زه به چې خپه وم، هغه به هم خپه و او شونډې به یې بړوسې نیولې وې او چې زه به خوښه وم، نو هغه به هم په کټ کټ خندلې، خو زه په داسې هدیره کې زېږیدلې وم، چې د تابوتونو قطارونه به پراته وو او هر انسان لږ و ډېر ستونزې درلودې.

ما چې به ښه شی وخوړه، نو د هغه خوله به ورته بېرته وه او کوم شي ته چې زما زړه کېده د هغه هم کېده، خو د مجبوریت له مخې به ما هر وخت ده ته ولږه ورکوله، ځکه چې وچه ډوډۍ هم نه پیدا کېده. نهه میاشتې عمر په ده نهه کاله تیر شو او د ستونزو سره اشنا شو، یوازې زما د زوی دا حال نه و، بلکې د زرګونو ماشومانو دا حال وو.

د پیدايښت ورځې ته له رسېدلو سره نه ډاکټر و او نه روغتون. په کور کې د ډېرو ستونزو سره پیدا شو او د کړاو کوم پړاو چې په ما او ده تیر شو، قیامت و.

هر چا ته خپل اولاد ښکلی ښکاري، د کارغه بچی که هر څومره تور وي، خو بیا هم ده ته ښایسته وي، نو ما ته هم خپل تور رنګه، خوار، بېچاره او یتیم زوی داسې ښکاره شو، لکه د ګلابو ګل، خو نورو به ویلې چې دا د ښختو په بټۍ کې لوی شوی دی.

هو! ده ته زما ګېډه د ښختو له بټۍ بتره وه.

قدرمن ولسمشره!

د بدبختیو په دې نړۍ کې بیا هم زوی مې په ولږې شپې ورځې تیرولې، ما ته به ډوډۍ نه پیدا کېده، نو شېده به له کومه شوی وای. په سختیو بدبختیو لوېده، چې د اوو کلو شو، په دې فکر کې شوم، چې په یوازیني زوی مې ښوونځی ووایم، چې ښوونځي ته مې بوته هلته یې وویل: دا خو اوه کلن نه ښکاري. ما ورته وويل: ده یو کال په رحم کې او اوه کاله په دنیا کې په پوره ګېده ډوډۍ خوړلې نه ده. الله تعالی مهربانه دی، په هغې دنیا کې هر څه ډېر دي، هلته به مې منلی زوی په ډک نس ډوډۍ وخوري. همدا تور رنګه زوی به مې ښکلی ځوان وي.

ښوونځی د ښوونځي په شان نه و، سم زندان وو. ګلالي ماشومان په خاورې کې ناست وو. زما د خاورو نه جوړ زوی هم، چې رنګ یې د خاورو سره یو شان و، په خاورو کېناست.

ولسمشره!

وروسته د اتو کلو زما زوی له ما بېل شو، ما نه شو زغملی او ده هم. ښه په کړېکو مې وژړل او ده هم ژړلې، خو د ده د راتلونکي لپاره مې د دوزخ دغه صحنه تیره کړه او په سلګو سلګو مې پریښود او کور ته راغلم. په لار کې مې ډېر وژړل، سترګې مې وپړسېدې او ټول فکر مې د خپل زوی سره و.

د ښوونځي له رخصتېدو سره لاړم چې زوی مې راوړم، ګورم چې کوچني زوی مې دومره ژړلي و چې په مخ یې د ژړاګانو د خولو تورې ټاپې جوړې شوي دي. داسې ښکاریده چې چا یې په مخ خاورې اچولې وي. ورته نږدې شوم او ده راته په پردۍ سترګو کتل، زما نه مرور و، چې څومره مې ورته وویل: زویه دا ښوونځی دی، ستا راتلونکی د همدې ځایه جوړېږي، ده راسره نه منله او نه پخلا کېده، ما ورته وژړل، خو ده نه منله. د ده په ژړانده څېره کې ما هغه ناتواني ولیده، چې ما نه شوه لیدلی، په غیږ کې مې ونیو او په دلاسا، دلاسا مې کور ته راوړ.

ولسمشره!

په ډېرو ناهیلو مې زوی اتم ټولګي ته ورسېد، سره له دې چې چاپریال یې سم نه و، کورنۍ یې نا لوستې وه او ارثي ځانګړنو په هلک بدې اغېزې درلودې، خو بیا هم په ډېرو کړاونو تر دې ځایه ورسېد.

په دې وخت کې د هلک بریتونه تور شول او زما هیلې ورځ تر بلې ډېریدې، چې پخوانۍ ستونزې به مې هیرې شي. زه څه خبره وم، چې یوه بې وسه کونډه به د غم په ټغر بیا کیني او غمونه به خپله ملګرتیا ورسره تر مړینې پالي.

زوی مې ځوان شو او له دولسم ټولګي فارغ شو، په ډېرو ستونزو او بې وسۍ کې له پوهنتونه خلاص شو.

در په در دندې پسې ګرځېده، خو دنده نه پیدا کېده، ټولې دندې په پيژندګلو او پېسو ورکول کېدې، خو زما کورنۍ د الله تعالی پرته بل چا نه پېژنده او نه مو پيسې درلودې، د ډېرو هڅو وروسته به هلک خپه و او پخوانۍ ټولې ستونزې د ده په وچولي کې د ورایه څرګندیدې.

ده به نه خندل او هر وخت به په فکر کې ډوب و، تا به فکر کاوه چې په ټول عمر یې خوښي لیدلي نه ده.

هو!

د نطفې ټاکلو له ورځې تر پیدايښته پورې یې په ولږه او سختیو وخت تیر کړی و، نه ما په موړ نس ډوډۍ وخوړه او نه ده ته د پلاسنټا له لارې پوره او سم خواړه ورسېده.

یوه ورځ د دندې پيدا کولو لپاره ښار ته ولاړ، چې راغی په چغو چغو یې وویل: ای! کاش! چې مورې پلار مې ژوندی وای، نن به یې زما سره مرسته کړی وای. یتیم یم، غریب یم، ناتوان یم، نو ځکه راته دنده نه راکول کېږي. په دې نا انساني نظام کې برابري او عدالت نشته. د څو شیبو ناخوالو وروسته کوټې ته ولاړ، پوهېږئ چې څه وشو!

زوی مې د بې عدالتۍ له امله ځان وژنه وکړه. هغه د وزیر او د پارلمان د وکیل زوی نه و، چې ورته دندې ډېرې وای. یو زوی مې درلود او په ډېرو ستونزو مې لوی کړ، خو هغه هم الله تعالی رانه د حکومت د بې کفایتۍ له امله واخېست. اوس نو کونډه مور بوره هم شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *