تاند، یکشنبه، د میزان ۱۴مه: د کونړ د کرنې ریاست په دغه ولایت کې اته سلنه د چارمغزو د حاصلاتو زیاتېدو خبر ورکوي.
چارواکي وايي، سږ کال په کونړ کې ۲۸۰۰ ټنه چارمغز شوي دي، حال دا چې تېر کال دا کچه ۲۵۰۰ ټنو ته رسېدله.
د مسوولانوو په وینا، د چارمغزو له درکه هر کال کونړ ته ۲۲۰ ملیونه افغانۍ عاید ځي او اوسمهال په کورنیو بازارونو کې د یو کېلو چارمغزو بیه ۸۸ افغانیو ته رسېږي.
کونړي چارمغزله ځانګړي نوم او شهرت څخه برخمن دي چې حتی لرګي یې هم په خاصو زینتي وسایلو کې کارول کېږي.
دمګړۍ د کونړ ۲۳۴ هکټاره ځمکه د چارمغزو په ونو پوښلې ده.