تاند – په ختیځ ولایت کونړ کې د ولسي جرګې د یوه زورواکي کاندید ملا شهزاده شاهد پلویانو له دغه ولایت څخه جلال اباد ښار ته تللې لویه لاره بنده کړې او ګڼ شمېر مسافر یې په لاره کې ایسار کړي دي.

په دې لاره هره ورځ د کونړ او نورستان ولایتونو په زرګونو اوسېدونکي د ختیځو ولایتونو لوی مرکز جلال اباد ښار ته تګ راتګ کوي.

شهزاده شاهد د اسلامي جمعیت د ډلې پلوي دی چې ویل کیږي د ولسي جرګې په رایه اچونه کې یې درغلي کړې ده.

د ښاغلي شاهد پلویانو وروسته له هغه په لاریون او لاربندۍ لاس پورې کړ چې په کونړ کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکو د ګڼ شمېر شکایتونو له ور رسېدلو څخه وروسته د دغه ولایت د رایو د بیا شمېرنې پرېکړه وکړه خو شاهد له دغې پرېکړې سره مخالفت وکړ.

په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي عکسونه ښیي چې د کونړ – جلال اباد په لاره یو شمېر ناروغان چې په مرګوني حالت کې دي د لارې خلاصون ته انتظار کوي.

د کونړ ولایت یوه مدني فعال مطیع الله شهاب په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، « د کونړ ننګرهار لویه لاره د مولوي شهزاده شاهد پلویانو تړلې ده. یوه ملګري مې دا انځور راواستو چې دا مریض له څلورو ساعتونو همدلته په موټر کې د ځنکدن حالاتو کې پروت دی ، وایې د یوې مور ماشومه ورکه شوې چیغې یې اسمان ته رسیږي ، مولوي صیب ستا همدا حق دی چې همدې ولس رایه درکړې اوس یې نور هم په تکلیف کړه.»

په شهزاده شاهد چې ویل کیږي له تېرو ۸ کالونو راهیسې د ولسي جرګې غړی دی د خلکو د زورونې، قاچاق، زورواکۍ او بې کفایتۍ تورونه لګول کیږي. نوموړی همدارنګه په ناوړه جوړجاړي او رشوت اخیستنه هم تورن دی او په دې لړ کې یو ځل د ولسي جرګې یوې غړې سیمین بارکزۍ خپل ټیکری په سر ور واچاوه.

7 thoughts on “د کونړ د یوه جنګسالار شهزاده شاهد پلویانو د کونړ – جلال اباد لویه لاره بنده کړې ده”
  1. وی وی سومبیییییی د دغه اشراري ولس سره همدغه د جنایتونو فسادونو عامل و شاهد ښه جوړیږي، زه خو دا ولس ډیر ډیر ښه پیزنم وایم چې پرې سپور شي هم لا کم دی هههههه

  2. زما یادیږی او شاهدان می ژوندی دی:په ۱۳۶۷ کال کی د روسانو تر وتلو وروسته د اسد ۲۸ راغله، ګوند تصمیم ونیو چی د کابل د امنیتی کمربند دریم کمربند ته په سنګرون کی پرتو عسکرو ته د اسد د ۲۸ مبارکۍ ته ورشو، د فرید احمد مزدک خپلوان سالم چی د غوندی مشر د ۱۰ ناحیی دحزبی مسول په داسی حال کی چی د تریبین تر شا یی موږ ّهڅولو او د بیانیی په حال کی و د ګوند د یوه غړی په صفت داسی وویل: ای سالمه د کمربند دریمی کرښې ته دی هغه کسان ولاړ شي چې د وطن امتیازات خوری نه زما په شان بی کوره مجرد او بی موټره خلک. ته ړچی موتر ښڅه او کور لری ته باید ولاړ شي نه زه او که نه نو ته مجاهدین چی فساد یي کامیاب کړ او اوس په زیړو سترګو ورته ګوری چی فساد کوي خوماته ستا له دغو دری شیانو یو ماته راکړه! سالم زما په خبرو لږ مکث وکړ او تریبین یې پریشود او د لوژه له سره یې ما پسی قاتکی چوکۍ را واخیسته او تلار ته را پسی راروان شو! ما هم سستی و نه کړه او د تالا هماغه چوکۍ می بسي را وخیسته چی ورباندی ناست وم او زه هم ورپسی روان شو! زما او د ده تر منځ ۵ متره فاصله پاتی وه چی دواړه خلکو ونیوو او سالم تالر ته غږ وکړ چی ځئ یو می هم په کار نه یاست!
    زما اصل مطلب دادی چی مجاهدینو خو د خدای دپاره جهاد وکړ خو په فساد تمام شو اوس زما پوښتنه داده چی ایا په مجاهدینو کې ولی داسی نارینه نه شته چی خپلو مشرانو غلو نه نه د هغو مجاهدینو د حقوقو پوښتنه وکړي چی ششهیدان شوي د ملت دمال پښتنه دی و کړی او که نه نو دا معلومه خبره ده چی ځای به دوزخ وی ا

  3. چی یو نفر په دومره جرمونو تورن وی سرنګه کولی شی چی ځان کاندید کړی دا هم د شرم خبره ده حکومت ته چی دایی ولی حذف کړی ندی همدغه زور واکی دی چی ولس ته صدمه رسوی که دوی درغلی نوی کړی نو ولی بیا لاری بنده وی او انتخاباتو کمیسون باید ولس ته درناوی ولری تر سو رایی د سرنه حساب شی.

  4. زما یادیږی او شاهدان می ژوندی دی:په ۱۳۶۷ کال کی د روسانو تر وتلو وروسته د اسد ۲۸ راغله، ګوند تصمیم ونیو چی د کابل د امنیتی کمربند دریم کمربند ته په سنګرون کی پرتو عسکرو ته د اسد د ۲۸ مبارکۍ ته ورشو، د فرید احمد مزدک خپلوان سالم چی د غوندی مشر د ۱۰ ناحیی دحزبی مسول په داسی حال کی چی د تریبین تر شا یی موږ ّهڅولو او د بیانیی په حال کی و د ګوند د یوه غړی په صفت داسی وویل: ای سالمه د کمربند دریمی کرښې ته دی هغه کسان ولاړ شي چې د وطن امتیازات خوری نه زما په شان بی کوره مجرد او بی موټره خلک. ته ړچی موتر ښڅه او کور لری ته باید ولاړ شي نه زه او که نه نو ته مجاهدین چی فساد یي کامیاب کړ او اوس په زیړو سترګو ورته ګوری چی فساد کوي خوماته ستا له دغو دری شیانو یو ماته راکړه! سالم زما په خبرو لږ مکث وکړ او تریبین یې پریشود او د لوژه له سره یې ما پسی قاتکی چوکۍ را واخیسته او تلار ته را پسی راروان شو! ما هم سستی و نه کړه او د تالا هماغه چوکۍ می بسي را وخیسته چی ورباندی ناست وم او زه هم ورپسی روان شو! زما او د ده تر منځ ۵ متره فاصله پاتی وه چی دواړه خلکو ونیوو او سالم تالر ته غږ وکړ چی ځئ یو می هم په کار نه یاست!
    زما اصل مطلب دادی چی مجاهدینو خو د خدای دپاره جهاد وکړ خو په فساد تمام شو اوس زما پوښتنه داده چی ایا په مجاهدینو کې ولی داسی نارینه نه شته چی خپلو مشرانو غلو نه نه د هغو مجاهدینو د حقوقو پوښتنه وکړي چی ششهیدان شوي د ملت دمال پښتنه دی و کړی او که نه نو دا معلومه خبره ده چی ځای به دوزخ وی.
    څه شو غیرت څه شو هغه اسلامیت چی د وطن ابدی یی په امید کنډوالی شوي. کوم جهاد؟ همدا جهاد چی لاری بندی کړی چی د رسول الله ص امت ته شر واړوی!
    افسوس دی په حال شه مجاهده و ن دی تباه کړ خلک دی تباه کړل او اوس د موجود کفر یا فساد په مقابل کی دی زیړی سترګی نیولی او د جنت تمه هم لا کړی!
    پوه شه چی هغه خدای چی تا ی دپاره جهاد کاوه کوم مجاهد قوماندان نه دی ا ونه د اسلام اباد غلام بلکه هغه عادل او توانا دی او ستاسو خاموشی به ستاسی دوزخ لا ګرم کړی!ا وایی مجاهد وطن له روس خلاص کړ خو له مفسده نه! مفسد او کافر دواړه یودی او د دواړه دوخ په برخه دی!ا

  5. ویل کیږي چې د ټلوالې لخوا راوستل شوی که نه سړی مطلق ناکام دی د کونړ اولس ډیر راویښ شوی، د ولی مسعود په غونډه کې خبرې یې د ده دراوستلو د یوې برخې د دین ادا کولو لپاره وې، مونږ د رایو بیا شمیرل غواړو، په ننګرهار کې هم ورته ستونزه ده استاد عبدالبصیر سباوون باید راشي، د هغه سره ظلم شوی او رایې بل چا ته رسیدلي.

  6. زما یادیږی او شاهدان می ژوندی دی:په ۱۳۶۷ کال کی د روسانو تر وتلو وروسته د اسد ۲۸ راغله، ګوند تصمیم ونیو چی د کابل د امنیتی کمربند دریم کمربند ته په سنګرون کی پرتو عسکرو ته د اسد د ۲۸ مبارکۍ ته ورشو، د فرید احمد مزدک خپلوان سالم چی د غوندی مشر د ۱۰ ناحیی دحزبی مسول په داسی حال کی چی د تریبین تر شا یی موږ ّهڅولو او د بیانیی په حال کی و د ګوند د یوه غړی په صفت داسی وویل: ای سالمه د کمربند دریمی کرښې ته دی هغه کسان ولاړ شي چې د وطن امتیازات خوری نه زما په شان بی کوره مجرد او بی موټره خلک. ته ړچی موتر ښڅه او کور لری ته باید ولاړ شي نه زه او که نه نو ته مجاهدین چی فساد یي کامیاب کړ او اوس په زیړو سترګو ورته ګوری چی فساد کوي خوماته ستا له دغو دری شیانو یو ماته راکړه! سالم زما په خبرو لږ مکث وکړ او تریبین یې پریشود او د لوژه له سره یې ما پسی قاتکی چوکۍ را واخیسته او تلار ته را پسی راروان شو! ما هم سستی و نه کړه او د تالا هماغه چوکۍ می بسي را وخیسته چی ورباندی ناست وم او زه هم ورپسی روان شو! زما او د ده تر منځ ۵ متره فاصله پاتی وه چی دواړه خلکو ونیوو او سالم تالر ته غږ وکړ چی ځئ یو می هم په کار نه یاست!
    زما اصل مطلب دادی چی مجاهدینو خو د خدای دپاره جهاد وکړ خو په فساد تمام شو اوس زما پوښتنه داده چی ایا په مجاهدینو کې ولی داسی نارینه نه شته چی خپلو مشرانو غلو نه نه د هغو مجاهدینو د حقوقو پوښتنه وکړي چی ششهیدان شوي د ملت دمال پښتنه دی و کړی او که نه نو دا معلومه خبره ده چی ځای به دوزخ وی ا

  7. ډېره د افسوس خبره ده
    په یوه سالمه ټولنه کی وولسونه باید د یو سالم خدمت ګذار په وړاندی احتجاج وکی څو هغه د ټولنی خدمت ته مجبور کی
    امّا زموږ په ټولنه کی متأسفانه کیسه برعکس ده
    یو نا اهل کس غواړی د څو نا اهلو کسانو په مرسته خپل ناسالم موجودیت د ټولنی پر سالمه برخه په زور تحمیل کی یعنی غواړی چي ټولنه د ځان خدمت او بندګی ته وهڅوی نه ځان د ټولنی خدمت ته
    زه خپله په حاکمیتی سیسټم کی ټاکنو او اهل او وړ کس د ټاکل کېدو طرفدار یم خو داسی ښکاری چي په اصطلاح ددې نوی دیموکراتیکی پروسې د تجربې په لاسته راوړلو کی د بریالیتوب احساس نکوو دا ځکه چي کله چي مو د غیر دموکراتیک سیسټم کَلَه ور پرې کړه یعنی ځان مو مختون کړ نو بېله دې چي د ختنې مقررات مراعت کو په غلطو حرکاتو مو پیل وکړ او بې احتیاطی او بد پرهېزی مو وکړه او دادی اوس د تازه ختنه سوی چولکی د ګَزَک سره مخامخ یو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *