تاند- د کونړ یو شمېر قومي مشران د پاکستان له راکټي بریدونو څخه د شکایت لپاره نن کابل ته راغلل او له اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره یې وکتل.
دوی له حکومته وغوښتل چې د پاکستان د راکټي بریدونو مخه ونیسي.
د کونړ قومي مشرانو د پاکستان په راکټي بریدونو کې په کونړ ولایت کې د اوښتو تاوانونو په اړه معلومات ورکړل او همداراز یې وویل چې د داعش د سختدریځو په یوه حمله کې، چې د کونړ په چپه دره ولسوالي کې یې د عامه نظم پر پوسته وکړ، شپږ پولیس شهیدان او یو تن ټپي شول.
دوی اندېښنه وښوده چې داعش ممکن په کونړ کې نور هم فعالیت زیات کړي.
اجرايي رييس عبدالله د کونړ قومي مشرانو ته ژمنه ورکړه چې د داعش د فعالیت د مخنیوي لپاره به اقدامات وشي او لوی درستیز اوس په ننګرهار کې دی چې د داعش د وروستیو فعالیتونو جاج واخلي.