نیټه ۶/ ۸/ ۱۳۹۵
د سید جمال الدین افغان د غونډو په تالار کې له نظام او امنیتي ځواکونو څخه په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې دیني عالمانو د افغان امنیتي ځواکونو پرخلاف جګړه د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل وباله .
په دغه ناسته کې د دیني عالمانو سربیره ،ځوانانو،مدني فعالانو، دولتي مسوولینو ،جهادي او قومي مشرانو برخه اخیستې وه .
د یني عالمانو هریوعبیدالله بهاري،مولوي ضیاالرحمان الله یار،مولوي نجیب الله حقیار،مولوي عبدالعزیز،مولوي محمد اجمل،مدني فعال محمد شعیب غروال،ولایتي شورا مرستیال شاولي همت او نورو ویناوالو په خپلو خبرو کې وویل افغانستان یو اسلامي هېواد دی او امنیتي ځواکونه یې ،چې د همدې غیرتي ولس بچیان دي په قوي اسلامي او ملي روحیې سره د خاورې او خلکو ساتنه کوي ،مسلمانان دنده لري ،چې د خپل اسلامي فوځ او سرحدونو ساتنه وکړي .
د امنیتي ځواکونو په استازیتوب د امنیت آمر سید مسعود پاچا خبرې وکړې ویې ویل امنیتي ځواکونه د دې شعار ترسیوري لاندې ، خدای ج،هېواد او دنده ،د خپلو سرونو په نذرانه کولوسره د ملي نوامیسو ساتنه کوي او دغه سپېڅلې مبارزې ته به دوام ورکړي .
د غونډې په وروستۍ برخه کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وینا وکړه ویې ویل امنیتي ځواکونو د ولس لمنځه راپاڅيدلي او د ولسونوسوکالۍ او هوساینې لپاره قرباني ورکوي ،په وینایې افغانستان دټولو ګډ کور دی ، ټول افغانان باید د اسلامي او ملي مسوولیت له مخې د هېواد پرمختګ سولې اوثبات ټيګښت په برخه کې ریښتنې هڅې وکړو.
په وروستۍ برخه کې د کرهالې او دمکلي قومي او ځوانانو شورا ګانو له لوري د ښو خدمتونو له امله د کونړ والي او یو شمېر نور مسوولین وستایل شول.
It is good but why you put Sharbat Gulla photo with this report