تاند- د روژې په مناسبت په پاکستان کې د کرکټ په تورنمنټ کې لومړۍ مسابقه د افغانستان د کونړ کرکټ کلب وګټله.

د کونړ د ال راونډر لوبغاړي فضل نیازي ښه لوبه سبب شوه چې دا ټیم د دغو سیالیو په اې ګروپ کې ظهیر رباني لوبډلې ته په اوو ویکټونو ماتې ورکړي.

دا شل اوریزې سیالۍ، چې د (رمضان پیس کپ) په نوم د شپې په مخه کېږي، د جمعې په شپه د کراچۍ د نوي ناظم اباد په لوايي لوبغالي کې پیل شوې.

فضل نیازي په ۴۵ توپونو شپږ شپږیزې او پنځه څلوریزې ووهلې او ټولټال یې ۶۸ منډې وکړې.

افسر ځاځي بیا په ۲۵ توپونو څلور شپږیزې ووهلې او خپل ټیم ته یې ۳۳ منډې جوړې کړې.

افغان لوبغاړو په ۱۶ اورونو او ۴ توپونو ۱۴۲ منډې جوړې کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *