نېټه: ۱۳۹۶/ ۸/۷
د کونړړ مرستيال والي احمدي، چې د درملنې لپاره مقبوضه افغانستان پېښور ښارته تللی و، د نامالومو وسله والو له لوري تښتول شوی او تر دې دمه پورې يې برخليک نا څرګند دی.
پېښور کې د افغانستان کونسل جنرال معين مرستيال رسنيو ته ويلي دي، چې د شنبې په ورځ د کونړ مرستيال والي احمدي زموږ ټيلفوني اړيکې ته کوم ځواب ونه ويل، موږ فکر وکړ، چې چېرته به مصروف وي، وروسته مو کابل کې حکومت او پاکستان چارواکو ته خبر ورکړ، چې نوموړي تښتول شوی دی.
موږانګېرو چې د کونړ ولايت مرستيال والي د ای، ایس، ای په نغوته ترهګرو تښتولی دی، ځکه ای، ایس، ای له ترهګرو سره خواخوږي لري او د خپلو شومو موخو د سر ته رسولو لپاره له ترهګرو کار اخلي.
د الومړی ځل نه دی، چې د کونړ مرستيال والي د مقبوضه افغانستان په ژمنۍ پلازمېنه کې تښتول کېږي، پاکستان چې د افغاني ترهګرو خوندي ټاټوبی ګڼل کېږي، په ځلونو، ځلونو افغان چارواکي د ترهګرو له لوري تښتول شوي دي، په په پېښور کې د افغانستان پخوانی جنرال کونسل عبدالخالق فراهي په پېښور کې د ترهګرو له لوري يرغمل شو، چې څو کلونه د ترهګرو په بند کې و، همدارنګه د کونړ پخوانی والي فضل الله وحيدي هم په اسلام اباد کې د ترهګرو له لوري تښتول شوی و، چې بیا وروسته پنجابي حکومت فشار راوړ شو او د محکوم افغانستان په مردان سیمه کې وموندل شو.
د کونړ مرستيال والي چې د اسلامي حزب غړيتوب لري، د محکوم افغانستان په ژمنۍ پلازمېنه کې په داسې حال کې تښتول کېږي، چې د اسلامي حزب امير ګلب الدين حکمتيار څو میاشتې مخکې له وسله وال مخالفت څخه لاس واخيست او د سولې له پروسې سره يو ځای شو.
موږ پر افغان دولت غږ کوو، چې د کونړ مرستيال والي د برخليک مالومولو لپاره دې هڅې ګړندۍ کړي او پاکستان هيواد چې تل يې ترهګر زموږ او محکوم افغانستان پر ضد روزلي دي، ډيپلوماتيکې اړيکې ختمې کړي او تر هغو دې خپل دغه اړيکې پرې وي، تر کومه چې پنجابي حکومت د افغان ولس ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ويلی نه وي او په محکوم افغانستان کې د روانو تېریو او ظلمونو څخه يې لاس اخيستی نه وي.
افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز، مطبوعاتي دفتر
کونړ
د افغانستان مقبوضه پېښور ښارته تللی
د افغانستان په محکومه ژمنۍ پلازمېنه