تاند- نامعلومو وسله نامعلومو وسله والو د کونړ مرستیال والي قاضي محمدنبي احمدي د پېښور په ډبګرۍ سیمه کې تښتولی دی.
په پېښور کې د افغانستان کونسل جنرال معین مرستیال ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته نن /شنبه/ وویل«په اوله کې چې ده زموږ ټېلفون ته ځواب ونه وایه فکر مو وکړ چې چیري به مصروف وي. وروسته مو په کابل کې حکومت او د پاکستان چارواکو ته خبر ورکړ چې نوموړی تښتول شوی دی.»
افغان کونسل جنرال همداراز وویل چې د کونړ مرستیال والي د پنجشنبې په ورځ پېښور ته راغی او په سبا /جمعه/ یې په ډبګرۍ کې له ډاکتر سره وخت ټاکلی و.
«همالته د نامعلومو وسله والو له لوري وتښتول شو او موږ لا هم د ده په اړه هیڅ معلومات نه لرو.»
تراوسه پورې هیڅ ډلې د احمدي د تښتولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په پاکستان کې، چې د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفانو مرکز دی، په ځلونو افغان چارواکي تښتول شوي یا ترور شوي دي.
په پېښور کې د افغانستان پخوانی کونسل جنرال عبدالخالق فراهي په پېښور کې یرغمل شو او څو کاله له ترهګرو سره برمته و.
تېر کال د کونړ پخوانی والي فضل الله وحیدي په اسلام اباد کې وتښتول شو او بالاخره د پاکستان پر حکومت د فشار په نتیجه کې په مردان کې وموندل شو.
په پېښور کې د افغانستان کونسل جنرال ښاغلی مرستیال وايي چې د خیبر پښتونخوا له ایالتي چارواکو او پولیسو سره په تماس کې دی چې د کونړ مرستیال والي ومومي.
احمدي د اسلامي حزب غړی دی.
دی ا افغان ولس د کنړ د والی مرستیال ده او د افغان دولت له مسسوولینو څخه ده
غول یی خوړل چی پیشور ته ته
پیښور خو محکوم ده ، نو ده هلته څه کول؟
ښه شو چی یی ونیو او برمته شو
افغان جکومت باید ډیر ژر دی له خپله بسته منفک کړی
جاهل او غول چی دکنړ والی معاون وی ، همدایی سزا !
ما لطفا مه ملامتوی
« د افغانستان کونسل جنرال معین مرستیال » ؟ ښه به داوه چې داسې لیکل شوي وای: په پېښور کې د افغانستان جنرال قونسل ښاغلی معین مرستیال.
دا یو نظامي بست ندی بلکې دا یو ديپلوماتیک نورم دی چې لویه قونسلګري معنی ورکوي . له بلې خوا په پښتو ژبه کې اول صفت راځي او بیا اسم لکه هوښیار هلک ، لوی ریاست او داسې نور.
قونسلګري او جنرال قونسلګري هغه سیاسي – اداري دفترونه دی چې یو هېواد یې د بالمثله یا متقابله روابطو پراساس په بل هېواد کې جوړوي چې هلته د خپلو اتباعولکه : سوداګرو ، محصلینو ا، شاګردانو ، مهاجرینو او …. له ګټو دفاع وکړي ، له مقابل لوري سره د دوه اړخیزو سیمه ایزو اړیکو په باب تماس ولري ، په بل هېواد کې د خپلو هغو اتباعو پوښتنه وکړي چې هلته بندیان وي ، د مقیم دولت او د نورو هېوادونو اتباعو ته چې وغواړي د مثال په ډول افغانستان ته سفر وکړي د ویزې په باب خپل متبوع دولت ته خبر ورکړي او د هغوي په اجازه ویزه ورته صادره کړي، په مقیم دولت کې د خپلو اتباعو ستونزو ته رسیدګی وکړي او د ضرورت په وخت کې ورته لازم اسناد صادر کړی .
سهاک صاحب مننه.
که څه هم هماغسي چې تاسو لیکلي په افغانستان کې جنرال کونسل (قونصل) لیکل کېږي
خو په انګلیسي کې اول کونسل او بیا جنرال لیکل کېږي. موږ هم د انګلیسي تر تاثیر لاندې کونسل جنرال لیکلي دي
که څه هم موږ غیرارادي کونسل جنرال لیکلي خو ستاسو نیوکې دې ته متوجه کړو چې باید هم پردۍ یا انګلیسي کلمه د هغوی په شان ولیکو. نه جنرال پښتو یا عربي ده او نه کونسل