د ولایت مقام په همکارۍ د شپږکلن ځنډ وروسته د کونړ ملي راډیو یو ځل بیا په منځنیو څپو نشرات پیل کړل ،چې د ګاونډیو ولایتونو سربیره به د پښتونخوا یو شمېر سیمې د پوښښ لاندې راولي ،نن د وري ـ حمل په (۱۴) مه د کونړ والي وحیدالله کلیمزي ،ولایتي شورا منشي او یو شمېر نورو مشرانو په لاسونو د پټۍ په پرېکولو او د راډیو د تڼۍ په وهلو سره نشرات پیل شول ،چې هره ورځ به د سهار له ۷ څخه د غرمې تر ۱۲ بجو پورې په منځنیو څپو نشرات ولري .
د کونړ والي وحیدالله کلیمزي د ملي راډیو له سټوډیو څخه په خپل لومړي پېغام کې خلکو ته مبارکي وویله او پرې غږ یې وکړ،چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره له یوبل سره لاسونه یو کړي،ښاغلي کلیمزي زیاته کړه کونړ چې زیاتره سیمې یې غرنۍ دي او راډیو ته د خلکو زیات لاس رسي له امله به وکولای شو چې د حکومت پلانونه له خلکو سره شریک ،ستونزې یې واورو او له وړاندې شویوخدمتونو یې خبر کړو.
د ولایتي شورا منشي جمال الدین سیار د کونړ ملي راډیو د منځنیو څپو نشراتو پیل د ولایتي ادارې او خلکو لپاره لویه لاسته راوړنه یاده کړه ،چې د موثرو پېغامونو پرمټ به یې د حکومتي ادارو او خلکو ترمنځ اړیکې پیاوړې او پر حکومت به د خلکو باور زیات شي .
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس جنت ګل فدا،ملي راډیو ټلویزیون امر خانولي سالارزي او نورو فعالو کارکونکو ډاډ څرګند کړ،چې په پیاوړي ملي هوډ سره به د هېوادوالو په چوپړ کې واوسي .
وروسته د کونړ والي او ورسره مل پلاوي د لنکن ښوونیز او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له عامه کتابتون لیدنه وکړه او یاد مرکزونه یې د کونړ ځوانانو لپاره د پوهې اومهارتونو ترلاسه کولو یو ښه فرصت یاد کړ.
کونړولایت مقام رسنیودفتر