تاند- د کونړ ولایت چارواکي وايي چې د پاکستان له لوري د کونړ پر دانګام او شیګل ولسوالیو ۲۰ راکټونه ویشتل شوي دي.
د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سید خېل نن وویل، پر شیګل او دانګام ولسوالیو د شل راکټونو د لګېدو په نتیجه کې خلکو ته مالي تاوانونه اوښتي دي.
د ده په وینا د دې بریدونو له کبله یو جومات او یو کور ویجاړ شوي دي خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.
تر دې څو ورځې مخکې هم د پاکستان له لوري خاص کونړ او دانګام ولسوالیو ته ۲۱ توغندي راویشتل شوي او په نتیجه کې یې د خلکو یو شمېر کورونه نړېدلي وو.
د پاکستان له خوا پر کونړ او نورستان ولایتونو له ۳ کلونو راهیسي راکټي بریدونه کېږي چې تراوسه د دغو بریدونو له امله په لسګونو تنه وژل شوي یا ټپیان شوي او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.
پاکستان یو نیم ځل د راکټونو له ویشتلو انکار کوي خو یو نیم وار بیا وايي چې خپل هغه وسله وال مخالفان په نښه کوي چې له بریده وروسته کونړ او نورستان ته پناه وړي.
خو افغان چارواکي او د کونړ او نورستان اوسېدونکي دا بریدونه د افغانستان د حالاتو د خرابولو لپاره د پاکستان د منظمې لاسوهنې او ورانکارۍ یوه برخه بولي.