کونړ والی وحیدالله کلیمزي د ولایت مقام په اونیزه اداري غونډه کې چی د نوموړی تر مشری لاندی جوړه شوی وه، ټولو رئيسانو ته په ډاګه وویل چې دفساد سخت مخالف یم اوپه اداروکې دفساد دشتون زغم نه لرم اوکه هرڅوک په فسادکې لاس ولري سخت چلند به ورسره وکړي هغه وویل د اداري فساد، ګډوډیو،لرګیوقاچاقو له منځه وړلو اواصلاحاتو راوستلو ټینګ هوډیې کړی هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د واک څخه ناوړه استفاده وکړي ټولې اداری مکلفې دي چې ورسپارل شوې دندی دهیوادنافذه قوانینوپه رڼاکې په خپل وخت ترسره کړي .
داجنډاسره سم اړوند ادارو مسوولینو داونۍ د يیښو او پرمختګونو په اړه معلومات وړاندی کړل په غونډه کې دپوره دقت اوبحث څخه وروسته دیولړمهمو موضوعاتوپه اړه لازم تصمیمونه ونیول شو.