تاند (جلال اباد) – نن د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد ښار کې په یوه ځانمرګي برید کې۱۱ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

دغه برید د سهار خواوشا نهه نیمې بجې د یوه موټرسایکل په واسطه وشو چې چاودیدونکي مواد په کې ځای پرځای شوي ول او د شهیدانو له پارک سره درول شوی وو.

پژواک خبري اژانس د کونړ د والي وحیدالله کلیمزي له قوله لیکی چې، پېښه د نوموړي له دفتر څخه ۱۵ متره لیرې وشوه او دا چې په برید کې خواوشا ۴۰ کسان ټپیان شوي دي خو نوموړي د برید پړه په چا نه ده وراچولې.

په یاده پېښه کې د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ قومي مشر حاجي خان جان هم ووژل شوی دی.‌ ویل کیږي چې حاجي خان جان په خپل سیمه کې د طالبانو پرضد پاڅون رهبري کاوه.‌

د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکتر احسان الله فضلي پژواک ته د قربانیانو شمېر تایید کړی دی او وایي چې د ۱۰ مړو جسدونه او ۴۰ ټپیان یې چې یو شمېر یې په سخت حالت کې دي دغه ملکي روغتون ته ور وړل شوي دي.‌

ویل کیږي چې کونړ او نورهغه ولایتونه چې د ډیورنډ له کرښې سره نژدې موقعیت لري تر نورو ډېر د ترهګرو د حملو هدف ګرځي. کارپوهان په دې باور دي چې د پاکستان نظامي استخباراتي شبکه آی اېس آی د ځانمرګو په روزلو او افغانستان ته د حملو له پاره لېږلو کې لوی لاس لري.‌

One thought on “د کونړ په تروریستي برید کې ۱۱ تنه وژل شوي، ۴۰ ژوبل دي”
  1. هر افغان لوی او وړوکی پدې پوهیږي چې نجسه ای اس ای نه یواځې په افغانستان کې بلکې په هغه خوا پښتونخوا کې هم حملې کي مګر نړیوال چې په سر کې امریکا ده پدې سترګې پټوي او په ملیاردونو ډالر د ترهګرۍ د تقویې لپاره کومک ورسره کوي. په فریاد څه نه کیږي باید زمونږ استخبارات هم داسې خونړۍ حملې په پنجاب کې وکړي چې ساری ونلري، بیا به مونږ ددې توړ مخو نه خلاص شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *