د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ۲۴ ولایتونو ترمینځ د کرکټ په اتصالات چلنچ کپ سیالیو کې کونړ کرکټ لوبډلې د بلخ پیاوړې لوبډلې ته په لومړي منځلوبه (کواټر فاینل) کې د ۳۶ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه او غوره اتو لوبډلو سره په ایلیټ جام سیالیو کې یو ځای شوه.

دغه لوبه د غازي امان الله خان په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، چی د لوبې پچه بلخ کرکټ لوبډلې وګټله او د توپوهنې بلنه یی کونړ لوبډلې ته ورکړه.

کونړ په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ټولو لس لوبغاړو په سوځیدو ۲۷۰ منډی وکړې او د ۲۷۱ منډو هدف یی بلخ ته ورپه ګوته کړ، چی په توپوهنه کې لوبډلمشر نواب خان ۶۳، باچا حسین ۵۳ او همیم خان ۳۳ منډی ترلاسه کړې. د بلخ له لوري د نورو لوبو په څیر عبدالله مزاري ونشوه کړای چی د کونړ څو لوبغاړي وسوځوي، خو نورو توپ اچوونکو، افضل ځاځي ۵ او خالد ۲ لوبغاړي د خپلې لوبډلې په ګټه وسوځول.

په ځواب کې د بلخ لوبډلې د پوره پلان څخه کار واخیست خو بیا هم کونړ ورته شنډ کړ. بلخ ټاکلي ټول اورونه ولوبول او ۲۳۴ منډې جوړې کړې، چی پکې عبید ۵۳، عجب نور ۴۵ او وسیم ۴۰ مندی ترسره کړې. د کونړ له لوري عبید ۴ او خان محمد ۲ لوبغاړي د لوبې په ډیر حساس وخت کې پویلین ته ولیږل. ددغې لوبې غوره جایزه باچا حسین ته ورکړل شوه چی درې کیچونه او ۵۶ منډی یې د خپلې په لوبډلې ګټه جوړې کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *