ارشیف

احمد ولي سرحدي – د زابل یوه امنیتی سرچینه خبر ورکوي چی پرون ماپښین /پنجشنبه/ د وسله والو طالبانو سیمه ییز قوماندان او د دې ډلې د کویټې شورا د جلب او جذب مسول ملانورالله هوتک د نامعلومو وسله والو لخوا د بلوچستان په مرکز کې وژل شوی دی.

سرچینې وویل ملا نور الله هوتک د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار، بلاک ۴ ، انارګلي سیمه کې ووژل شو.

امنیتی سرچینه زیاتوي چې نورالله هوتک د وسله طالبانو طالبانو یو مخکښ قوماندان او د وسله والو طالبانو د تحریک د واکمنۍ په وخت کې د بادام باغ فرقې نظامی مسول و او دهغه وژنه د وسله طالبانو دپاره یوستر ګوزار دی.
د سرچینی په وینا یاد قوماندان د سیمې په زیاترو ناامنیو کې لاس درلود.

تر دې مخکې تېره میاشت په اسلام اباد کې د طالبانو سره اړوند د حقاني شبکې مالي مسوول نصرالدین حقاني په ورته ډول د نامالومو وسله والو په ډزو د یوې نانوایۍ مخته وویشتل شو

4 thoughts on “د کوټې د شورا د جلب و جذب مسوول ووژل شو”
  1. که خیر وی اوس به دا ټول د جومات حرامیان د سپیو په مرګ مری! بس پاکستان تراوسه پوری د تشناب کاغذ په څیر استعمال کړل او اوس یی نو غورځوی. دوی د هغی مقدسی خاوری په خلاف را پاځیدلی ول د کوم تقدس چی تر بلی هری خاوری لوړ دی. دا خاوره خپل غداران په ارمه نه پریږدی.

  2. هرڅوک چې دافغان په وژنه خوشحالي څرګندوي،هغه اصلا افغان نه دی،بلکې ددې خاوري یوخاین دی،دهر افغان وژنه یوه لویه ضایع ده،موږ دهر افغان په وژنه ژوره خواشیني څرګندوو،تر هغې به زموږ په ملک کې ارامي رانه شي ترڅو په موږ کې دا کلتور چې یو دبل په وژنه خوشحاله کیږو له منځه ندی تللی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *