د پاکستان صدراعظم نوازشریف په کوټه کې د پولیسو د روزنیز مرکز پر لیلیې حمله په کلکه وغندله.
د بلوچستان د بلوچستان اعلي وزیر ثنا الله زهري جیو تلویزیون ته وویل چې څو ورځې مخکې یې معلومات ترلاسه کړي وو چې یو شمېر ترهګر په کوټه کې ځای پر ځای شوي دي. د ده په وینا د دې راپور له ترلاسه کولو وروسته په ټول ښار کې امنیتي ځواکونه تیارسی شوي وو.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي تلویزیونونو ته وویل، په لیلیه کې معمولاً ۷۰۰ تنه اوسي خو ورته معلومه نه ده ده چې د حملې په مهال هلته څو تنه موجود ول.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي وايي چې د کوټې ښار په روغتونونو کې یې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
یو شمېر پولیسو او روزل کېدونکو پولیسو د ودانۍ له کړکیو ځانونه کښته غورځولي دي چې له کبله یې اکثره سخت ټپیان شوي دي.
د شپې تر یوې بجې پوري سیمه ییزو رسنیو په لیلیه کې لږترلږه د ۳ لویو چاودنو راپور ورکړی دی.
له ۵ تر ۶ تنو پوري حمله کوونکي د پولیسو د روزنیز مرکز لیلیې ته د شپې په ۹ بجې او ۳۰ دقیقې ننوتل.
حمله کوونکو کټ مټ له هغه تاکتیکه کار اخیستی چې وسله وال ترهګر یې په افغانستان، په تېره بیا کابل کې پر دولتي او دیپلوماتیکو مرکزونو په حملو کې کاروي.
د سږ کال په اګست میاشت کې د کوټې ښار په یوه روغتون کې په انتحاري برید کې ۸۸ تنه ووژل شول چې ډېری یې مدافع وکیلان ول.
شېبه په شېبه تازه کېږي
د پاکستان صدراعظم نوازشریف په کوټه کې د پولیسو د روزنیز مرکز پر لیلیې حمله په کلکه وغندله.
نوازشریف د روزل کېدونکو پولیسو ژوند ته د ورپېښ خطر په اړه اندېښنه ښکاره کړه او له امنیتي ځواکونو یې وغوښتل چې په لیلیه کې د بند پاتې کسانو د ژغورلو لپاره تروسه وسه هلې خلې وکړي.
پاکستانۍ رسنیو مخکې د ټپیانو شمېر ۶۳ تنه بللی و خو اوس اکثره رسنۍ وايي چې ۵۱ تنه ژوبل شوي دي.
جیو تلویزیون وايي ټول زده کوونکي ژغورل شوي خو دي نیوز وايي چې له شاوخوا ۷۰۰ تنو څخه شاوخوا ۲۵۰ ژغورل شوي او جګړه لا روانه ده.
دوی همداراز وايي چې دوه پولیس او ۳ حمله کوونکي وژل شوي دي.
د حملې د پیل وخت: د پاکستان په وخت د شپې ۹ بجې او ۳۰ دقیقې
د حمله کوونکو شمېر ۶ تنه
تر اوسه پوري ژغورل شوي کسان ۲۵۰
تراوسه پوري د پولیسو د تلفاتو شمېر ۲
د حملې ځای د کوټې د سریاب سیمه – د پولیسو د روزنیز مرکز لیلیه
د بلوچستان د بلوچستان اعلي وزیر ثنا الله زهري جیو تلویزیون ته وویل چې څو ورځې مخکې یې معلومات ترلاسه کړي وو چې یو شمېر ترهګر په کوټه کې ځای پر ځای شوي دي. د ده په وینا د دې راپور له ترلاسه کولو وروسته په ټول ښار کې امنیتي ځواکونه تیارسی شوي وو.
ویل کېږي چې حمله کوونکو یو شمېر پولیس یا روزل کېدونکي پولیس برمته کړي دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي تلویزیونونو ته وویل، په لیلیه کې معمولاً ۷۰۰ تنه اوسي خو ورته معلومه نه ده ده چې نن هلته څو تنه موجود ول.
لږترلږه ۲ پولیسو وژل شوي دي. څرګنده نه ده چې دا دوه پولیس له وسله والو حمله کوونکو سره په جګړه کې وژل شوي او که په لیلیه کې مېشت پولیس دي.
یو شمېر پولیسو او روزل کېدونکو پولیسو د ودانۍ له کړکیو ځانونه کښته غورځولي دي چې له کبله یې اکثره سخت ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو تر ۲۵۰ زیات کسان ژغورلي دي.مخکې دوی ویلي و چې ۲۰۰ تنه یې له لیلیې راایستلي دي.
دوی وايي چې د شپې تیاره د امنیتي ځواکونو د عملیاتو خنډ کېږي. امنیتي چارواکي وايي چې لږترلږه ۳ حمله کوونکي وژل شوي دي.
د شپې تر یوې بجې پوري سیمه ییزو رسنیو په لیلیه کې لږترلږه د ۳ لویو چاودنو راپور ورکړی دی.
لږترلږه ۲۵ تنه ټپیان د کوټې ملکي روغتون ته رسول شوي دي. د هغو په منځ کې لږترلږه د ۵ تنو حال نازک دی. یو مرګي حاله ښودل شوی دی. له ۵ تر ۶ تنو پوري حمله کوونکي د پولیسو د روزنیز مرکز لیلیې ته د شپې په ۹ بجې او ۳۰ دقیقې ننوتل. ادعا کېږي چې دوه وژل شوي یا یې خپل انتحاري واسکټونه چاودولي دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي وايي چې د کوټې ښار په روغتونونو کې یې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
=- پولیسو وايي چې ۶ تنه حمله کوونکي د پولیسو د روزنې د مرکز لیلیې ته ننوتي. دا لیلیه د کوټې ښار په سریاب نومې سیمه کې ده.
پولیس ادعا کوي چې تراوسه پوري یې ۲ حمله کوونکي وژلي او ۲۰۰ پولیس یې له لیلیې روغ ایستلي دي. خو جګړه لا هم روانه ده. په لیلیه کې ۶۰۰ سوه تر روزنې لاندې پولیس مېشت دي.
یو شمېر ټپیان روغتون ته بېول شوي خو تر دې دمه یې شمېر نه دی څرګند. خبریالان وايي چې د دوو چاودنو ږغونه یې په لیلیه کې اورېدلي چې یوه یې خورا لوړه وه او شاوخوا سیمې یې ولړزولې.
د دوی په وینا له لیلیې څخه د ډزو او چاودنو اوازونه اوري. حمله کوونکي له لاسي بمونو هم کار اخلي.
د حملې پر سیمه دوې څرخکې ګرځي او لاندې مځکنیو ځواکونو ته نښې ورښيي.
=- د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د پولیسو د روزنې پر یوه مرکز ډله ییز برید شوی چې د دغه خبر د خپرېدو تر شېبې پوري دوام لري.
راپورونه وايي چې حمله کوونکي د پولیسو د روزنې پوهنځي ته ننوتي او له یوه سره پر ساتونکو، زده کوونکو او پولیسو ډزې کوي.
حمله کوونکو کټ مټ له هغه تاکتیکه کار اخیستی چې وسله وال ترهګر یې په افغانستان، په تېره بیا کابل کې پر دولتي او دیپلوماتیکو مرکزونو په حملو کې کاروي.
چارواکي وايي چې د حمله کوونکو شمېر لږترلږه ۵ تنه دی.
د پاکستان سرحدی ملېشه ځواک د پولیسو د روزنې پوهنځي ته استول شوی چې حمله کوونکي وځپي.
لومړني راپورونه وايي چې حمله کوونکي د پوهنځي لیلیې ته ننوتي چې ګومان کېږي په سلګونو تازه ګومارل شوي پولیس پکې اوسي او وسلې هم نه لري.
د سږ کال په اګست میاشت کې د کوټې ښار په یوه روغتون کې په انتحاري برید کې ۸۸ تنه ووژل شول چې ډېری یې مدافع وکیلان ول.
کاڼی مه ګوزاروه دبل چا کور ته
کنډې کاڼي به ستا کورته هم ګوزار شي
څه چى کرى هغه به ريبى
اوس ددوى وار دى