تاند- په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان وايي، د کوټې شورا طالبانو ته ویلي چې د ښارونو او ولسوالیو د نیولو لپاره د حملو پر ځای انتحاري بریدونو ته زور ورکړي.
ډګرجنرال جان نیکلسن وویل، د طالبانو مشرانو دا پرېکړه څلور میاشتې پخوا په کوټه کې په خپله غونډه کې وکړه او له هماغه وخته راوروسته د دې ډلې غړیو د ښارونو او سیمو د نیولو پر ځای انتحاري حملې زیاتې کړي دي.
ده زیاته کړه«له دې داسې ښکاري چې زموږ فشار اغېز کړی دی.»
د تېر کال په اګست کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته اجازه ورکړه چې د طالبانو پر مورجو بمباري وکړي. تر دې وړاندې امریکايي پوځیان د ۲۰۱۵ له لومړۍ ورځې منع شوي ول چې د افغانستان په جګړو کې به برخه نه اخلي او یوازې به افغان امنیتي ځواکونه روزي او یا به مشوره ورکوي.
په پاكستان كي انتحاري حرام خو په أفغانستان كي حلال. پوچ مغزه أو بي سواده ملايانو! والله كه خو د جنت أو حورو مخه هم وگوري. پدي دنيا مو بدن تؤتى تؤتى أو په هغه بله دنيا به مو له كوني د خان گل خوله جوره وي. هسي د حرمونو پاكستاني ملايانو په خبره خپل أو د بي گناه خلكو زوند مه خرابوي.