تاند- د کوتې د تروریستي حملې د تلفاتو شمېر ۷۲ تنو ته ورسېد. د جماعت الاحرار تروریستي ډلې یې مسوولیت په غاړه واخیست او د افغانستان ولسمشر د دې وحشیانه برید د غندلو ترڅنګ وویل چې باید د تروریستانو ترمنځ توپیر ونه کړای شي.

پاکستاني چارواکو په ځلونو ویلي، هغه طالبان چې په افغانستان کې جنګېږي، ښه طالبان دي او هغوی چې په پاکستان کې جنګېږي بد طالبان دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې په دې اړه راغلي«د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د بلوچستان ایالت په مرکز د کوټې ښار په یوه روغتون کې پرونۍ تروریستي حمله په کلکه غندلې ده.»

ولسمشر غني دا برید له خلکو سره داسي لوی جنایت بللی چې په هیڅ دین او قانون کې جواز نه لري.

ده همداراز ویلي چې د افغانستان حکومت بې له دې چې ترویستان په ښو او بدو ډلو وویشي له ټولو سره مبارزه کوي.

ولسمشر غني ویلي«یو وار بیا نورو ته سپارښتنه کوم چې د تروریستانو په منځ کې له توپیر کولو پرته د دوی ټولو پر ضد اقدام وکړي، ځکه چې ترهګر دین، قانون، قوم او نژاد نه پېژني.»

د وروستیو راپورونو له مخې د کوټې په پرونۍ حملې کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۲ تنو ته رسېدلی دی.

د وروستي راپور پر اساس په دې برید کې ۱۱۲ نور ژوبل دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د جماعت الاحرار ډلې، چې په طالبانو پوري تړلې ده، د دې برید مسوولیت منلی دی.

دې ډلې ویلي چې د بلوچستان د مدافع وکیلانو د ټولنې رييس هم، چې تر انتحاري حملې مخکې ووژل شو، دوی ویشتی و.

په دې برید کې ۳۵ مدافع وکیلان وژل شوي دي.

نن په پاکستان کې مدافع وکیلانو د ناامنیو پر ضد مظاهره وکړه او اعلان یې وکړه چې ۳ ورځې به محکمو ته حاضر نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *