تاند- د بلوچستان ایالت پولیسو نن /دوشنبه/ وویل، په کوټه کې د افغانستان د کونسلګرۍ یو غړی له تېرې اوونۍ راهیسي بې درکه شوی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د کوټې ښار د سټیلایټ ټاون (مېنې)، چې د افغانستان کونسلګري پکې موقعیت لري او پېښه پکې شوې، د پولیسو یوه چارواکي وویل: د افغانستان د کونسلګرۍ یو مامور، چې محمد هاشم نومېده او د پاسپورټ په څانګه کې یې کار کاوه، د جولای له پنځه ویشتمې را په دې خوا بې درکه دی.
د پولیسو چارواکي سردار شاه وویل:«د بې درکه شوي دیپلومات زوی صدیق الله زموږ په تاڼه (سرماموریت) کې دوسیه درج کړې ده.»
په کوټه کې د افغانستان کونسلرغلام محمد بهادر وویل چې کونسلګري (قونصلګري) د پاکستان له حکومت سره په نژدې تماس کې ده څو د هاشم وڅرک ولګوي.
افغان کونسلر همداراز وویل:« له هاشم سره زموږ اړیکې له تېرې سې شنبې څخه پرې شوي او نه یوازې د ده له لوري کوم ټېلفون موږ ته نه دی شوی بلکې کوم چا د نوموړي د خلاصون په بدل کې کومه غوښتنه هم نه ده کړې.»
پولیس وايي چې په کوټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې د پیسو د بودولو لپاره د خلکو تښتونې عامې دي.
پاکستان د منظمو جرمونو، غلاوو، انسان تښتونو او قتلونو له نظره د نړۍ یو خورا ناامن هیواد ګڼل کېږي.