خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد (د دلوې  ۱۴مه  ۱۳۹۸) د بلوچستان د روغتيا څانګې پي پي ايچ ای له لوري د مرک په نامه په عاجله توګه د ټپيانو د تداوي لپاره جوړ شوي مرکز په خپل تازه راپور کې ويلي، د کوټې او کراچۍ ترمنځ پر غځېدلې لويه لاره په تېرو څلور مياشتو کې څه د پاسه اووه سوه ترافيکي پېښې شوې چې په کې دوه ويشت تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پر ياده لويه  لاره  ترټولو زياتې ترافيکي پېښې په بلوڅ مېشته  خضدار سيمه کې رامنځته شوې، چې شمېر يې دوه سوه  تر رسېږي.

راپور زياتوي، چې دغه شمېرې د تېرکال د اکتوبر او د روان کال د فبرورۍ مياشتو ترمنځ روغتيايي مرکزونو ته  د وروړل شويو ټپيانو د مالوماتو پر اساس رايوځای شوې دي.او يادو مرکزونو ته دوه سوه يوشپېته ټپيان د لويې لارې په  اوږدو کې د مرک  مرکزونو ته وروړل شوي دي.

د راپور له مخې د ايالت په مستونګ سیمه کې په رامنځته شوو يوسل پنځه څلوېشت ترافيکي پېښو کې دوه سوه تنه  ژوبل شوي دي، په کلات سيمه کې بيا يوسل شپږدېرش ترافيکي پېښې رامنځته شوې او په کې شاوخوا دوه سوه تنه ژوبل شوي دي.

د روغتيا څانګې پي پي ايچ ای مشر عزيزجمالي وايي، چې د لويې لارې په اږدو کې د روغتيا بېړني مرکزونه  په دې موخه کې جوړ شوي، چې د ترافيکي پېښو د ټپيانو په عاجله توګه درملنه وکړي.

نوموړي زياته کړې چې ايالتي حکومت تل هڅه کړې، د ترافيکي پېښو کچه راټيټه کړي او د دې لپاره يې يو لړ لازم اقدامات کړي دي.

په بلوچستان کې د کوټې او کراچۍ ترمنځ د غځېدلې لويې لارې ترڅنګ د ايالت په نورو برخو کې هم په وار وار خونړۍ ترافيکي پېښې رامنځته کېږي، او په کې لسګونه تنو ته  مرګ ژوبله اوړي.

د کوټې او ږوب ترمنځ  پر لويه لاره  هم په دې وروستيو کې يوشمېر ترافيکي پېښې رامنځته شوې او د مېرمنو او ماشومانو په  شمول سلګونه  تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د تېرمېلادي کال په  وروستۍ مياشت کې د کاڼ مهترزي په سيمه کې د ايراني تېل وړونکي موټر د سورليو له بس موټر سره د ټکر په نتيجه کې د مېرمنو او ماشومانو په شمول پنځلس تنه  ژوندي په  اور سوي او مړي  شوي و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *