او زمونږ مدني فعالان !!! ځينې دوستان د موقت حکومت ، لويې جرګې او نورو مسايلو باندې چې هيڅ يې اوس وخت نه دى او نه هم امکان لري خبرې کوي ، که ددوى نه پوښتنه وشي چې وروره ولې موقته اداره غواړې؟
ځواب يې دادى چې ولا وضعيت ورځ تر بلې خرابيږى او بايد لاسته راوړنې حفظ او وساتل شي. نو ته او خداى چې د موقتې ادارې په رامنځته کيدو ته لاسته راوړنې ساتې که تخريبوى او په لوى لاس لاسته راوړنې چلنجوى!! لاسته راوړنه خو همدا ده چې د تير حکومت دوام دى . يا وايې خير مخکې له وخت څخه دې انتخابات وشي؟ نو ستا د انتخاباتو مصارف خو يوسل او پنځوس ميليونه ډالره کيږي او بهرنيان په کې خپله دلچسپي لري او قانوني کميسيون پسې راخيستې چې اصلاحات !!!
بايد په کې راشي کنه مونږ همکاري نه شو کولاى ، نو ته د خپلې بوديجې څخه ټاکنې ترسره کولاى شې؟ حتمآ ځواب مو نه دى . نو که په وطن مو زړه درد کوي راځې وروره موقته اداره دا هغه پريږدۍ چې داحکومت خپل پاتې عمر (درې کاله) نور هم پوره کړي ، فکر وکړئ عبوري حکومت دى او تېر به شي د همدې حکومت ملا وتړۍ او همکار شئ ورسره، د دې پرځاى چې دحکومت بدلون غواړئ او مظاهرې کوئ، او غونډې کوئ د ننګرهار غم وخورئ ، دبدخشان فکر وکړئ د سنګين په اړه غږ پورته کړئ ، ټول وطن مو د وينې رنګ اخيستى ، له تيرو دوو راهيسې د ننګرهار کوټ په سرو لمبو کې سوځي ، په لسګونه خلک په دې جګړه کې شهيدان شول ، ټپيان شول ، کورونه يې وسوځول شول او لاهم په شدت سره جګړه روانه ده او هيڅوک يې دمخنيوي په اړه غږ نه پورته کوي ، بس ټوله خبره د واک او قدرت ده ، ځوانان او تش په نوم معدني !!!
مدني فعالان موقته اداره غواړي او لاريونونه کوي ، غونډې جوړوي چې مونږ حکومت نسکورو وو هيڅ هم نه شئ کولاى ، که دومره تکړه ياستۍ د هغه وحشت په اړه غږ پورته کړئ چې په هيواد کې روان دى . ننګرهار پوهنتون محصلينو ! که همدا اوس يو کس غږ پورته کړي چې په امريکا کې د قرانکريم العياذ باالله چا توهين وکړ نو ټول ننګرهار ته اور اچوئ ، خو نن مو ايمان چيرته دى چې د الله تعالى مخلوق بې ګناه د جګړې په لمبو کې سوځي ، ستا دا مسوليت دى قران د الله کتاب هغه يې په خپله ساتي ستا چيغو ته يې ضرورت نشته د الله د مخلوق ژوند وژغوره چې د دنيا او د اخرت ګټه په کې ده، ستا اواز او چيغه ځاى نيسي ، که ثواب غواړى الله فرمايي چا چې ديو انسان ژوند وژغوره لکه چې د ټولو انسانانو ژوند يې ژغورلى وي. او مونږ په داسې يو موضوع بحثونه او غونډې کوو چې هيڅ لومړيتوب نه لري ، راځئ لومړيتوبونو پسې ورګرځو، چې ملت ته څه لومړيتوب لري ؟ د ملت درد نوى ولسمشر دى که امنيت ؟ ملت کار غواړي که نوى حکومت ؟ ملت ډوډۍ غواړي ، آرامه او امن ژوند غواړي . پريږده چې ځواب يې کړم چې خبره خلاصه شي نوى ولسمشر دى هم وضعيت نه شي ښه کولاى . که کولاى شي ايا دې ولسمشر نه خارجيان شکايت لري ؟ يا ستونزه ورسره لري؟
همدغه پيسې چې اوسني حکومت ته ورکول کيږي کيداى شي بل حکومت ته هم ورکړل شي ، اوس د لسو کالو وړاندې افغانستان نه دى ، ولسمشر په تش جيب نه جنګ کواى شي ، نه انتخابات کواى شي ، يوشى هغه ده درګرده لګيا ده کوي چې بهرنۍ مرستې جلب کړي په زړو او نويو پروژو کار وکړي دا يې مسوليت دى او کوى يې!! خو ! ستا عالي جناب مسوليت څه شى دى ؟ کله مو پدې فکر کړى؟ هرسم هم اوس مونږ بد وايو ، انتقاد وکړئ داصلاح لپاره نه د تخريب لپاره. وروره مصلحت مخکې هم شوى وو اوس هم دى او پرته له مصلحتونو حکومت هم نه کيږي ، زه خپله هم مصلحت پلوى سړى يم ، نور راځئ تير په هير د خپل رنځور ، دردمند او په وينو ليت پيت هيوادوال په خاطر ددوښمنانو بد نيت او شوم اهداف نابود کړو، او په ګډه دخپل ګران هيواد د آبادۍ او له روان وضعيت څخه د ايستلو کوښښ وکړو. مننه #وماعلينا #الالبلاغ