خبرپاڼه
 
د ۱۳۹۶ کال، د تلې ۱۷مه
د حاجي آزاد خان په مشرۍ د کوچيانو يو شمېر مشرانو د دوشنبه په ورځ د حزب اسلامي افغانستان له امير انجنير ګلبدين حکمتيار سره وکتل او د کوچينانو اړوند مسايلو يې ورسره خبرې وکړې.
 
په دې کتنه کې چې د حزب اسلامي افغانستان د امير په هستوګنځي کې ترسره شوه، په پېل کې حاجي آزاد خان خبرې وکړې او په هېواد کې يې د يو سوچه اسلامي نظام د جوړېدو غوښتنه وکړه.
 
حاجي آزاد خان وويل: په هېواد کې شاوخوا دوه ميليونه کوچيان اوسيږي، په حکومت کې دوی ته د يو رياست ځانګړي کول بسنه نه کوي او بايد چې ياد رياست په وزارت بدل شي.
 
حاجي آزاد خان زياته کړه: پخوانيو مسؤلينو له موږ سره په کړيو ژمنو عمل نه دی کړی او زموږ حقوق يې تر پښو لاندې کړي دي . نوموړي د حزب اسلامي په مرکزي شورا کې کوچيانو ته د ونډې ورکولو غوښتنه وکړه.
 
ورپسې حاجي ميرزاجان خبرې وکړې او د کوچيانو ستونزې يې د حزب اسلامي له مشر سره شريکې کړې. نوموړي وويل، کوچيان د تعليم او صحت نه بې برخې دي او ستونزو ته يې پاملرنه نه کيږي.
 
حاجي ميرزاجان وويل، حکمتيار د افغانستان ملي رهبر دی او افغانان په تېره بيا کوچيان له هغه ډیر زيات اميدونه لري.
 
نوموړي زياته کړه، کوچيانو په تېرو ټاکنو کې رغنده برخه درلوده او په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د برخې اخيستلو لپاره هم بشپړ چمتوالی لري.
 
ورپسې د حزب اسلامي افغانستان امير خبرې وکړې او کوچيانو ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ يې د هېواد په مهمو ملي مسایلو کې د کوچيانو په اغېزمن رول ټينګار وکړ.
 
ښاغلي حکمتيار وويل: کوچيانو په جهاد کې ځلانده ونډه درلوده، په ګڼ شمېر ولايتونو کې جنګيدلي او قرباني يې ورکړې ده او هيله مو داده چې په راتلونکو قضاياوو کې هم پوره ونډه واخلي.
 
ورور حکمتيار وويل: کوچيان د يو شمېر نورو قومونو په څېر ډیر زيات محروم شوي او دا محروميت بايد پای ته ورسيږي او کوچيانو ته خپل حق ورکړل شي.
 
ملي قائد وويل: هيله مو داده چې د ځمکو د غصب لړۍ پای ته ورسيږي، کوچيان متحدي شي، يوه معتبره شورای جوړه کړي او له هر راز اختلافونو نه ډډه وکړي.
 
د حزب اسلامي مشر څرګنده کړه: ځينې کړۍ د بهرنيانو په اشاره غواړي چې قومونه يو د بل پر ضد و جنګوي، خو افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی، قومونه بايد متحد شي او خپل يووالی وساتي.
 
د راتلونکو ټاکنو په هکله د حزب اسلامي امير وويل: کوچيان بايد په ټاکنو پراخه ونډه واخلي او داسې کسان د خپلو استازو په توګه غوره کړي، چې د دوی له حقوقو نه دفاع وکړای شي.
 
ښاغلي حکمتيار يو ځل بيا له حکومت څخه وغوښتل چې په بهر کې افغان مهاجرينو او داخلي بېځايه شويو کورنيو ته په ټاکنو کې د برخې اخيستو زمينه مساعده کړي.
 
د حزب اسلامي اميز رياته کړه : موږ داسې ټاکنې غواړو چې په نتيجه کې يو ځواکمن او د خلکو نماينده حکومت او پارلمان ولرو او پرديپالو، غاصبينو او مفسدو کسان ته اجازه ور نکړو چې يو ځل بيا واک ته ورسيږي. 
 
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *