دغه ټکی په ولسي جرګه کې د کوچیانو قوم استازي محمد نذیر احمدزي د میدان وردګو لایت په مقام کې د کوچي قوم د مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې وکړ.
نوموړی زیاته کړه،په دغه ولایت کې د کوچي قوم د حق غوښتونکي دي او دوی له هزاره قوم سره هیڅ ډول ستونزې نلري،خو څو لوړ پوړي کسان دي،چې د هغوی لخوا دغه شخړه دوامداره ساتل کیږي.
هغه له چارواکو غوښتنه وکړه،چې د شخړو اچوونکو مخنیوی دی وکړي . د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني وویل: د کوچي او هزاره قوم ترمنځ روانه شخړه به یواځې او یواځې د خبرو اترو له لارې حل کیدلای شي .
نوموړی زیاته کړه،که د دواړو لورو خبرې اتري وشي،دولت خپل مسؤلیت په رښتیني توګه ادا کړي او ولسونه په دواړو برخو کې همکاري وکړي،نو د کوچی او هزاره قوم ترمنځ به شته ستونزه په بشپړ ډول حل شي . د میدان وردګو ولایت په جلریز، بهسودینو او دایمیرداد ولسوالۍ کې وخت ناوخت د کوچي او هزاره قومونو په نومونو شخړې رامنځته کیږي،چې له امله یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوړي .
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند
