سیدالرحمان عابد عابد
افغان کوچیان لکه لرغونی افغانستان له قومونو او توکمونو جوړدي، خروټي، اسحاقزي، خماري خیل، اندړ، احمدزي، بلوچ، هزاربوز، عرب، قرغیز،نورزي ، ترکمن، ازبک، اڅکزي، ګوجر، نيازي، دفتاڼي، ايدلوال، جوري ، سليمانخيل ، ملاخيل، ليليزي، ولېخيل، ترکي، مومند ، بابړ، توخي، لودین ، الوزي، شبېخيل، اکاخيل، تره خیل، ناصر، زمانخیل، لکڼخیل ،دولت زي او داسې نور ټبرونه اوتوکمونه هېواد کې میشت کوچیان تشکیلوي، چې دهېواد له ۳۰ زیاتو ولایتونو کې میشت دی.
له قومونو او توکمونو جوړ کوچیان دهېواد دنورو وګړو په څیر حقونه لري، دوی دي چې د تاریخ په اوږدو کې يې واکمنۍ او سلطنتونه له نړیدو ژغورلي او د شاهانو د واک لمنۍ يې تر لرې پرتو سیمو رسولي دي.
په تېرکې ورته پاملرنه په نشت حساب وه، ولې اوس يې دژوند ښه والي ، د اولادونو د سالمې روزنې، روغتیا، د محلي ستونزو حل، د عصري مالدارۍ د پراختیا او ګڼو نورو برخو کې دپام وړ مثبت تغیرات راغلي دي.
یوازې په دې و روستیو کې ورته دهېواد په لر او برکې د۱۴۶ لومړنیو، ۲۴ منځینو او ۱۱ بابه لیسو او ۶ بابه لیلیو دروازې پرانیستل شوې چې ۸۱۴ تنه په کې ځای پرځای دی، او هم ورته دټول هېواد په کچه د سواد زده کړې ۲۵۰ مرکزونه پرانیستل شول چې د کوچیانو چارو سمون ولایتي ادارو له لوري يې په تینګه نظارت او څارنه کیږي.
همدا وروستی کال په بېلابېلو ولایتونوکې ۴۶۰ تنه کوچي ځوانان د معارف وزارت په همکارۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته ور وپيژندل شول چې عملاً اوسمهال په زده کړو بوخت دی.
د هېواد په کچه د سویډن کمېټې په همکارۍ ۱۷۵۲ هلکان او ۱۷۰۴ نجونې چې ټول ۳۴۲۹ تنه کیږي په سیار مکاتبو کې په زده کړو بوخت دي.
ددې ترڅنګ په دغه موده کې د کوچیانو د ځان او مالونو د روغتیا لپاره هم خاصه پاملرنه وشوه، د صحي مراکزو د جوړیدو لپاره په ۱۴ ولایتونو کې ۷۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه او هم په ۴ ولایتونوکې د انساني صحت سیار تیمونه توظیف شول چې عملاً د کوچیانو لپاره رورغتیايي خدمات ترسره کوي.
دهمکارو مؤسساتو په همکارۍ په ۲۹ ولایاتو کې د کوچي ثابت او سیار صحي کلینیکونو سره د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د درملو او طبي تجهیزاتو په برخه کې مرستې وشوې، په دغو ۸ بابه ثابت او ۲۷ بابه سیارو صحي مرکزونوکې له ۴۰ زیات روغتیا پالانو ته د کار کولو زمینه برابره شوه او په سیارو روغتیايي مراکزوکې بیا ۱۲۸۰ تنو رضاکارانو ته ټریننګ ورکول شوی او عملاً خدمت کوي، چې تر دې دمه يې نهه میلیونه او شپږ سوه زره مالونو او څارویو ته واکسین تطبیق کړي دي.
د کوچیانو چارو سمون لویې ریاست د کوچیانو لپاره د روغتیا په برخه کې په دغو اقداماتو بسنه ونکړه، تازه ۱۳ نور کلینیکونه هم منظور شوي چې عملي کارونه به يې پيل شوې.
په دغه برخه کې د اغیزمنو قدمونو دپورته کیدو په لړ کې د هالنډ کمېټې سره په همغږۍ ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۷ بابه سیار صحي مرکزونه ایجاد شوي دي.
د جرګو، اسکانو او اقتصادي ودې په برخه کې:
الف – جرګې:
د محلي حکومت دتقویت په منظور په ۳۱ ولایتونو کې د کوچي سرخیلانو او متنفذینو د عامه پوهاوي د لسګونو مجالسو تدویر (له ملي اقتصادي پروژو څخه دکوچیانو په وسیله څارنه او ساتنه ) تر عنوان لاندې د ټول هیواد په کچه د عامه پوهاوي او مدافعې غونډې او سیمنارونه تدویر شوي، دحکومت او کوچي قشر ترمنځ د ارتباط پُل رامنځ ته کولو په منظور په ۱۹ ولایتونو کې ۱۲۱ کوچي سرخیلان ( ملکان) تعیین شوي، د حکومت د څلورو کلونو لاسته راوړنو په اړه په څلورو زونونو ( بلخ، هرات، هلمند او ننګرهار) کې دعامه پوهاوي د سترې غونډې تدویر شوې، په ۱۳ ولایتونو کې دکوچي سرخیلانو د ظرفیت لوړونې په منظور علمي کنفرانسونه او ورکشاپونو تدویر شوي،
ب – اسکان او څړځایونه:
له شار سازۍ وزارت سره په همغږۍ دبلخ د ښارګوټي لپاره د ۵۰۰۰ جریبه ځمکې نقشې ترتیب شوی، له شار سازۍ وزارت سره په هماهنګۍ د کابل ولایت د قلعه قاضي سیمې کوه کرخ دښارګوټي لپاره د ۱۷۰۹ جریبه ځمکې نقشې ترتیب شوی، په فراه ولایت کې د هغې ۵۰۰۰ جریبه ځمکې د اسنادو پیګیري شوې چې دکوچیانو لپاره ځانګړې شوې ده. په ۱۵ ولایتونو کې ۳۳۹ کوچیانو ته څړځایونه تشخیص شوي او د استفادې اسناد یې برابر شوي. د شار سازۍ له وزارت سره په همغږۍ د څړځایونو د احیا لپاره د یوې ځانګړې طرحې ترتیب او تدوین شوی، دڅړځایونو د تثبیت او تخنیکي سروې لپاره علمي او عملي طرحه ترتیب او له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریکه شوې. دا یکالوژیکي شرایطو د څیړنې پر مټ د افغانستان د څړځایونو نوې مطالعه شوې.
ج – اقتصادي وده:
په ننګرهار، کابل، لوګر او بغلان ولایتونو کې دکوچیانودڅارویو لپاره دمعیاري خوړو د تهیې په منظور د فیدر بانکونو ایجاد چې ۱۰۰ تنه کوچي نارینه او ۴۰۰ تنه کوچۍ میرمنې په کې په کار بوختې دي، د ټول هیواد په کچه د کوچي مالدارۍ دتغذیې په منظور ۱۸۹۰ ټنه علوفه ویشل شوې، ده د هیواد په سطحه د کرنې له وزارت سره په تفاهم کوچي بزګرانو ته ۹۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه اود ۳۹۱ باغونو لپاره میوه لرونکي بوټي، درمل او نور اړین تجهیزات ورکول شوي دي چې مجموعي قیمت یې له دیرش میلیون افغانیو څخه زیات دی. پاکو اوبو ته دلاسرسي په منظور په میدان وردګ ولایت مرکز، جلریز او سید اباد په ولسوالیو کې ۱۲ کوهیان کنستل شوي دي، له کرنې وزارت سره په همغږۍ په سمنګان، بلخ، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د باران د اوبو ۱۲ زخیرې جوړې شوي دي، د وترنرۍ کورسونه تدویر شوي، په ۱۵ ولایتونو کې د کوچیانو د مالدارۍ محصولاتو( وړۍ، غوښې، لبنیاتو، څرمنو) لپاره د بازار موندنې په موخه یوه عمومي سروې ترسره شوې. د دیني مناسکو په برخه کې: په ۲۳ ولایتونو کې د کوچيانو لپاره د ۲۳ نمونوي مساجدو د اعمار په باب هر اړخیزه مطالعه ترسره شوې، د وقفي ځمکو او تعمیراتي پلان چمتو شوی دیوه غوره میکانیزم له مخې له ۳۱ ولایتونو څخه ۲۵۵ تنه کوچي مشران د حج مراسمو د اداء کولو په منظور له ځانګړي سهم څخه برخمن شوي دي.
دتذکرې دتوزیع په برخه کې:
د ثبت احوال نفوسو له ادارې سره په همغږۍ د کوچي قشر لپاره د تذکرې د توزیع معیاري طرحه رامنځ ته شوې او له ولسمشرۍ مقام سره شریکه شوې، په هغو سیمو کې چې کوچي قشر دتذکرې اخیستو په برخه کې ستونزې لرلې دهغوی ستونزې حلول فصل شوې.
پلان او پالیسي:
په ننګرهار، کاپیسا، سمنګان،خوست او پکتیا کې د اداري تعمیراتو اعمار، دکوچیانو دسمون لوی ریاست لپاره دیوې جامع پالیسۍ ترتیبول په ولایاتو کې دساختماني پروژو له کاري بهیر څخه دوامداره څارنه په کابل ښار کې دکوچي میلمنو لپاره د یوه مجهز میلمستون قرار داد او ډیزاین زمونږ د ځانګړي پلان او پالیسي په برخه کې شامل ول.
د اطلاعاتو او ارتباطاتو په برخه کې:
پر ۹۴.۴ او ۹۹.۶ فریکونسیو باندې مو د کوچي غږ راډیو رامنځ ته کړه او په شپږو ولایتونو کې یې د خپرونو لپاره دجواز اخیستلو کارونه بشپړ شوي او نور اداري پروسیجر ونه یې هم سرته رسول شوي. دکوچیانو لپاره د یوې معلوماتي ویبپاڼې طرح او ډیزاین، کوچي قشر ته دهغوی د کلتوري جوړښت او ټولنیز رول څخه د پوهاوي په منظور د ایلبند مجلې پیاوړی خپرنیز تداوم رامنځته شوی.
عابد