د روانې میاشتې په ۱۸ مه نېټه ارګ کې د هېواد جلالتماب جمهور رئیس په مشرۍ د سکتوري وزا رتونو په ګډون د کوچیانو د ستونزو، غوښتنو او لومړیتوبونو د اوریدو په موخه ځانګړې غونډه ترسره شوه، په دغه غونډه کې د کوچیانو چارو سمون لوی رئیس استاد حبیب الرحمن لاندې مهمې غوښتنې او پېشنهادونه یو په یو شریک کړل، چې د غونډې د رهبري او اړوند سکتوري وزارتونو له لوري مثبت ځواب ورکړل شو:
- کوچیانو ته د اساسي خدماتو وړاندې کولو په موخه مو پېشنهاد دا دی چې د کوچیانو چارو سمون لوی ریاست ته د سکتوري وزارتونو له لوري د انکشافي پلانونو د جوړولو او او د چارو د نظارت په برخو کې حق ورکړل شي.
- د کوچیانو ستونزو او غوښتنو ته د ښې او ژر رسیده ګۍ په موخه مو پېشنهاد دادی چې د جلالتماب جمهور رئیس د ۵۵ ګڼه فرمان د تطبیق پراساس د اړوند سکتوري وزارتونو د معینانو په کچه د انسجام او همغږۍ غونډې ترسره شي، څو پر وخت د کوچیانو ستونزو او لومړیتوبونو ته رسیده ګي وشي.
- د لوړو زده کړو له وزارت ته مو غوښتنه ده چې د کوچي ځوانانو لپاره په کور د ننه او له هېواده د باندې د لوړو د زده کړو زمینه برابره او په دغه برخه کې ځانګړی تخصیص رامنځته کړيو څو کوچي ځوانان له لوړو زده کړو محروم نه شي.
- د پوهنې وزار څخه مو غوښتنه ده چې په خپل انکشافي پلان کې کوچیانو ته ځانګړی سهم ورکړي او د کوچیانو لپاره د ثابتو ښوونیزو مرکزونو د جوړولو په برخه کې ځانګړی پاملرنه وکړي او هم دې د کوچي ماشومانو او ځوانانو روزنې ته اساسي توجه وکړي.
- د احصايې له مرکزي ادارې مو غوښتنه ده چې د کوچیانو دقیقه سرشمیرنه وکړي، چې په دغه برخه کې موږ همکار یو.
- د اراضۍ له ادارې او اړوند وزارتونو مو غوښتنه ده چې ټول څړځایونه علامه ګذاري کړي، څو نور د څړځایونو پرسر شخړې ختمې او وینه تویه نه شي.
- د کرنې او مالدارۍ وزارت څخه مو غوښتنه داده چې په کور دننه د لبنیاتو او غوښو تولید ته ځانګړې پاملرنه وکړي ، کوچیان حمایه او په دغه برخه کې ترتیب شوې طرحې تطبیق کړي.
- کوچیانو ته دې ملي برنامه تطبیق شي، د دوی د مالدارۍ، ابیارۍ، صنعت، پوهنې او لوړو زده کړو ستونزې دې حل او د ترانسپورټ په برخه کې دې هم له کوچیانو سره مرسته وشي.
- عامې روغتیا وزارت ته مو پېشنهاد دادی چې د کوچي مور او ماشوم د مړینې د مخنیوي لپاره په مرکز، ولایاتو، ولسوالیو او بانډو کې د ثابتو او سیارو روغتیايي مرکزونو او امبولانسونو د برابرولو په برخه کې پاملرنه وکړي.
- د دیني مدرسو او مسجدونو د جوړلو په برخه کې هم پېشنهادونه شریک شول او غوښتنه وشوه چې کوچیانو ته دې په ټولو ملي بهیرونو کې فعاله ونډه ورکړل شي او ستونزو ته دې رسیده ګي وشی.
۱۳۹۸-۷-۲۱
د کوچیانو چارو سمون لوی ریاست رسنیز دفتر
سلام
د کوچیانو فرهنګ به څلورو لسیزو کې له سترو ستونزواو خندونو سره مخ شوی و ه به هېح برخه کې ور سره مرسته نه ده شوې د کوچیانو فرهنګ زموږ دکلتورپا نګې یوه مهمه بېلګه او برخه ده چې ددې ملت به تولو هستیوکې تمثیل کېدای شی دغه ژوندۍ کتله د هېواد په ټولو سیمو کې هېره اوله محاسبې وتلې وه به نړۍ کې ډیر کم هېوادونه شته چې کوچیان لری
ولس مشر غنی با با غواړی چې دغه ولس په پښو ودروی دغه کار ستر غنیمت دی! کوچیان ددې هېواد ملی ثبات سره ، پیاوړی کارونو او دخاورې سره مینه لری او هېح وخت یې د حکومت په وړاندې ناوړه چلند نه دی کړی
دکوچیا نو کاری فرهنګی پر مختګ باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت پورې تړاو ولری لږ دې وی خو باید د کمیت او کیفیت برخی یې ډیری جدی وڅېړل شی دکو چیانو ژوند ،دود او رواج زمونږ د هېواد به فولکلوریکه پا نګه دښکلا ، عزت ،اوملی فرهنګ رنا اچوی
د کوچیانو دژوند دساتنې طبیعی سلیقې لپاره یو اساسی نصاب په کاردی چې په هغه کې دستونزو کاری برخې بشپړې کړای شی
ټول قومونه اوقبېلی باید یو دبل سره اړیکی تینګ کړی چې دیوې بین الا فغانی طرحې له لاری د اسلامی اصولو په رڼا کې د یوه غیر مهاجم قشر به توګه د سولې او صفا ډېرې لارې وپرانیزی