نن سبا په ټول هیواد کې د کوکاکولا او نورو نوشابو څښل عام شوي دي خو هیڅوک ېې تاوانونو ته پام نه کوي له دې سره سره چې په ځلونو د ډول ډول نوشابو د تاوانونو په هکله خبرداری ورکړل شوی خو په دریمه نړۍ کې له بده مرغه رسنۍ او صحي ارګانونه د خلکو د پوهاوي په هکله فعاله نه دي.
په دې وروستیو کې د بریټانیا یوې ورځپاڼې پر بدن د کوکاکولا پر اغیزو نوې څیړنې کړي او ثابته کړې ېې ده چې د کوکاکولا له څښلو یو ساعت وروسته په بدن کې څه تغییرات راځي.
د لندن چاپ ډیلي میل ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي دي له لسو دقیقو وروسته چې یو قوطی کولا وڅښل شي داسې وي لکه چې لس قاچوغې بوره په یو ځل بدن ته ورسیږي او دا دومره بوره ده چې د انسان د څلورویشت ساعتونو سل په سلو کې اړتیا پوره کوي.
شل دقیقې وروسته چې د وینې خواږه لوړ شول په بدن کې د انسولین اندازه لوړیږي له دې وروسته ځیګر خپل ټول فعالیت پیلوي چې دغه خواږه په غوړو بدل کړي.
څلویښت دقیقې وروسته بدن په کولا کې ټول موجود کافین او خواږه جذبوي او له امله ېې د وینې فشار لوړیږي او ورسره د سترګو کسی لویږي. په دغه پړاو کې ځیګر تولید شوي خواږه وینې ته ټیل وهي او ورسره په مازغو کې د اډینوزین په نامه رسپټورونه بندیږي او دغه چاره د دې سبب کیږي چې د سړي خوب وتښتي.
د کولا له څښلو ۴۵ دقیقې وروسته په بدن کې د ډوپامین په نامه د مادې اندازه لوړیږي ډوپامین عصبي لیږدونکې ماده ده چې په مازغو کې د خوندونو مرکز فعالوي.
شپیته دقیقې وروسته په معده کې فاسفوریک اسیډ له کلسیم ، مګنیزیم او زینګ سره یو ځاي کیږي او په دې ډول د بدن میټابولیږم لوړیږي.
کله چې په وینه کې خواږه زیاتیږي نو وروسره ادرار هم زیات تولیدیږي او له ډیر ادرار سره له بدنه ډیر کلسیم هم بهر ته ځي دغه راز کافین هم ادرار زیاتوي او له دې لارې هم کلیسم ، زینګ او مګنیزیم له بدنه ډیر وځي.
دغه مواد د هډوکو د مذبوتیا لپاره ډیر ضروري دي نو کله چې ډیره کولا څښو هډکې مو هم کمزوري کیږي.
له دې وروسته په بدن کې د خوږو اندزه ناببره کمیږي او وروسره د کولا موجودې اوبه هم له بدنه وځي کله چې له بدنه د هډکو او غاښونو د مذبوتیا اصلي عناصر بهر ته وځي نو هډوکي او غاښونه تر نورو ډیر تاواني کیږي دغه چاره په ماشومانو کې زیات اهمیت لري.
بوره او مالګه نن سبا سپين زهر بلل شوي دي نو کله چې په یوه قوطي کولا کې لس قاچوغه بوره په ځاي بدن ته رسیږي نو څومره تاوان به ولري.
د اضرارو په مورد کې هم معلومات وړاندې کړئ. مننهRed boll په مننې سره! غواړم په خاصه توګه د
حبیب امیری د کابل څخه