محور ورځپاڼه

/

 د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت د ۱۴۰ ميليونو ډالرو د (جي. پي. ای) پرو ګرام د ۲۰۰ پروژو ډېری هغه بې کيفيته او يا هم په هغو ولايتونو کې کارول شوې، چې د کوکنار کښت پکې نه کېده.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي ادعا کوي، چې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت چارواکو ټولې هغه پروژې چې تقدير يا جي. پي. ای پروګرام تر عنوان لاندې يې په ۱۷ له کوکنارو صفر شويو ولايتونو کې کارولې، خپلو شرکتونو ته ورکړې، چې د ګڼ شمېر هغو يې لا برخليک نه دی معلوم.

د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت هغه مرستې چې په ۱۷ له کوکنارو پاکو ولايتونو کې يې د تقدير پروګرام تر عنوان لاندې کارولې، تر سختو نيوکو لاندې دي او ويل کېږي، چې په دغو پروژو کې ډېری پيسې فساد شوې او پروژې يې خورا بې کيفيته دي.

د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت د جي. پي. ای پروګرام په نوم له هغو ولايتونو سره مختلفې مرستې کوي، چې د کوکنارو کرکيله پکې صفر شوې ده. ياد وزارت په دې برخه کې د نورو کارونو ترڅنګ ډېری د ساختماني چارو پروژې تر لاس لاندې نيسي، چې دا کارونه د ولايتي چارواکو په خوښه ترسره کوي :((په دې کې د روغتونونو، ښوونځيو ودانۍ، ويالې، پلونه، سړکونه او نورې عام المنفعه پروژې کارول کېږي.))

شنونکي وايي، دا پروژې د ملي پيوستون له هغه سره کوم جوت توپير نلري.

په ولسي جرګه کې له نشه يي توکو سره د مبارزې کميسيون غړي وايي، ياد وزارت په دې برخه کې سختو درغليو ته لاره اواره کړې ده.

د ياد کمېسيون غړی جنرال نقيب الله وايي، چارواکو ددې برخې ډېری پروژې خپلو کسانو او هغو شرکتونو ته ورکړې، چې دوی ورسره شراکت لري. دی زياتوي، دا ډول مرستې په هغو ولايتونو کې هم شوې، چې له سره پکې د کوکنارو کښت نه کېده او اب هوا يې د کوکنارو کښت ته مساعده نه وه، لکه په پنجشېر، ګردېز او يو شمېر نورو ولايتونو کې :(( که دغه پيسې په هغو ولايتونو کې په ريښتېنې توګه لګول شوې وای، نو کېدای شوای تر ډېره د کوکنارو د کښت کچه را ټيټه شوې وای.))

د جنرال نقيب الله په خبره، د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت په ياد پروګرام کې هېڅ ډول شفافيت نشته. دی د بېلګې په توګه د دوو پروژو نومونه اخلي، چې پکې پراخه فساد شوی او لاهم بې برخليکه او نيمګړې پاتې دي :((په هلمند کې له تېرو دريو کلونو راپدېخوا يو جومات پيل شوی، چې پيسې يې ايستل شوې، خو چارې يې ولاړې دي. په سمنګانو کې د اوبو يوه څاه چې ۲۰۰ زره ډالر ورته اېستل شوي، خو بشپړه شوې نه ده.))

که څه هم نړيوالې ټولنې په افغانستان کې په تېرو ۱۲ کلونو کې د کوکنارو د مخنيوي په برخه کې ميلياردونه ډالر مرستې کړې، خو دغه بوټۍ نه يوازې دا چې کم شوی نه دی، بلکې ورځ تر بلې په ډېرېدو دی. د نړيوالو راپورونو پر بنسټ په دې برخه کې يوازې امريکا اووه ميليارده ډالره مرسته کړې ده، چې د افغان شنونکو په وينا ددې مرستو لسمه برخه هم نه ده لګول شوې.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزی ادارې د راپور له مخې په اټکلیزه توګه، همدا اوس هم د ټولې نړۍ ۶۴ سلنه کوکنار په افغانستان کې تولیدیږي. که څه هم له نشه يي توکو سره مبارزه له مثبې پایلې څخه لرې بريښي، خو د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۷ ولایتونو د کوکنار د کښت له اړخه صفر بلل شوي، چې په دې کې په يو شمېر ولايتونو کې له سره د کوکنارو کښت کار نه دی ورکړی.

خپله يو شمېر سيمه ييز چارواکي هم د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت هڅې او کارونه ناکام بولي. د هلمند والي محمد نعيم بلوڅ څه وخت د مخه ويلي و، چې ياد وزارت د کوکنارو د کروندو اړولو په بدل کې کروندګرو ته پام وړ بدیل نه لري او د کروندګرو په ژوند کې یې د بدلون راوستلو په تړاو هېڅ کار نه دی کړی، نو ځکه د کوکنارو او نشه يي توکو پرضد شوې مبارزه ناکامه ده.

د ولسي جرګې غړی محمد سرور عثماني وايي، په ځای ددې چې شوې مرستې بزګرانو ته رسېدلې وای، د مافيا جيبونو ته تللې: ((په دې برخه کې هېڅ ډول صداقت نه د نړيوالو له خوا شته او نه هم د افغان حکومت له اړخه.))

د نشه يي توکو پرضد د مبارزې مرستيال وزير ابراهيم ازهر محور ته وويل، کارول شوې او کارېدونکي ټول پروګرامونه ګټور او د يوه پلان له مخې پر وړاندې ځي. ښاغلی ازهر هغه ادعاوې ردوي، چې ګواکې چارواکي، پروژې خپلو کسانو او شرکتونو ته ورکوي: ((د يوه مېکانېزم له مخې ټولې پروژې داوطلبۍ ته وړاندې کېږي او پوره روڼتيا پکې موجوده ده. تر اوسه د جي پي ای، يا تقدير پروګرام له لارې د ۱۴۰ ميليونو ډالرو په ارزښت ۲۰۰ پروژې بشپړې شوې دي، چې ګټورې تمامې شوې. يادې پروژې بايد د واليانو او نورو سيمه ييزو چارواکو له لوري وڅارل شي، ځکه چې هغوی ته پکې پوره صلاحيت ورکول کېږي.))

له محور ورځپاڼې په مننې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *