سږ کال د افغان حکومت د تش په نامه کمپاين هېڅ څرک نه لګي، په ډېری ولايتونو کې کوکنار مخ په ګل کېدو او ان نېښ وهلو ته د برابرېدو په حال کې دي، خو افغان چارواکي د ټاکنو ببولالو دومره سرګردانه کړي، چې دا موضوع ان له ياده وتلې ده.

د کوکنارو کښت په هلمند، کندهار، فراه ، بادغیس، نیمروز، دایکندي، ارزگان ، ننگرهار، بدخشان او يوشمېر نورو ولايتونو، سيمو او ولسواليو کې کېږي، خو په يادو ولايتونو کې يې د  کښت کچه هومره ډېره ده، چې په لوړه کټګورۍ کې راځي او دهېواد د کوکنارو نيمايي توليد شوي ترياک خو يوازې له جګړه ځپلو سويلي ولايتونو برابريږي.

سږکال بيا هم په ډېرو هغو ولسواليو کې کوکنار کرل شوي، چې يا د دولت له واک لرې دي او يا هم د دولت له سترګو الونيا دي.

تازه راپورونه په ډاګه کوي، چې د ننګرهار ولايت په لسو ولسواليو او د هلمند په ټولو شمالي ولسواليو کې د کوکنارو پرېمانه کښتونه شوي او بزګر د پولې پر سر ورته ورځې شماري، چې شيره به ټوله وي او تېرېدونکی کال به يې بيا خولۍ په زيړو غوړيو کې پرېولل شي.

په هلمند ولايت کې چې کله تر سړکونو ور اخوا شې، نو په پراخه ځمکو په کرل شويو کوکنارو به دې سترګې وموښلي، ان په هغو لارو خو دولتي موټر او چارواکي هم ګرځي را ګرځي، ويني يې خو ځانونه ورباندې ړندا او کاڼه کړي.

په سويلي ولايتونو کې چې د ځمکې سطه يې تر ډېره همواره  او دښتي ده، نو په دې وروستيو دريو کلونو کې د ولسونو او زورواکو له لوري ددې کښت لپاره تر خپل منځ ويشل شوې دي. دوی ددې څه حاصل ته د برابرولو لپاره لوی څاګانې وهلې، ډېرې خوارۍ او لګښتونه  پرې کوي، څو يې د حاصل ټولولو ته برابر کړي.

په هغو سيمو کې چې کوکنار کرل کيږي، يا به د دولت له واکه لرې وي، وسله وال مخالفين او مافيا به پرې حاکمه وي او يا به هم واړه سيمه ييز چارواکي له مافيا او فقير بزګر سره شريکان وي.

شل ورځې د مخه مې په هلمند کې د کوکنارو د قاچاق په تړاو رپوټ کولو، يو شمېر ځايي اوسېدونکو او خبريالانو راته وويل، چې ولسوالان او امنيه قومندانان په ولسواليو کې له بزګرانو د هر موسم پر سر پيسې اخلي او بيا ژمنې ورسره کوي، چې د کوکنارو فصلونه به يې د کمپايني مبارزو نه خوندي ساتي او په دې ډول د هر جرېب ځمکې پر سر له بزګر نه ۵۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې اخلي او حاصل هم خوندي کوي، چې دا کار کوم نوی اقدام نه، بلکې په نورو تېرو کلونو کې هم همدا ډول چارې تر سره شوې دي.

بلخوا په هغو سيمو کې چې وسله وال طالبان حاکم دي، هغوی بيا د ترياکو له فصلونو تر هغه وخت پورې ساتنه کوي، چې حاصلات يې ټول شي، خو په بدل کې يې دوی هم د يوه جرېب ځمکې پر سر ۲۰۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې اخلي او بزګر ته ويل کېږي، چې د ترياکو عشر دې هم وسله والو طالبانو ته ورکړل شي.

همدا اوس په ځينو سيمو کې خو دولتي کارکوونکو او مامورينو هم پر خپلو ځمکو او يا نيول شويو دښتو پراخه کوکنار کرلي دي. دوی هم له دولت معاش خوري او هم په خپلو ځمکو پراخه کوکنار کري.

په سيمو کې د بزګرانو په نوم کېدونکې مرستې هم د سيمه ييزو چارواکو، د کلي د ملکانو او نورو واسطې لرونکو هغو ترمنځ ويشل کيږي او بزګر همداسې پاتې کيږي، نو له يوه اړخه چې ورته وګورې بزګر اړ هم دی، چې کوکنار وکري. بزګر مسلکي نه شو، ورسره د اصلاح شوي تخم مرسته ونشوه او نه هم ورته د اړتيا څه برابر شول.

د بزګر له ناچارۍ مافيا او وسله وال مخالفين هم ګټه اوچتوي، له مخکې ورته پيسې ورکړي، د ترياکو لپاره وره مخکې له مخکې د پټي په سر کې بيانه ورکړي، نو بيا خو بزګر فقير اړ شي، چې خپل کرل شوي کوکنار د سر په بيه په ثمر ورسوي او هومره څه پرې جوړ کړي، چې خپل پورونه پرې خلاص کړي.

د کوکنارو  په تړاو د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې راغلي وو، چې په ۲۰۱۳ زيږديز کال کې په افغانستان کې په ۲۰۹ زره هکټاره ځمکه دغه بوټی کرل شوی و، چې د نورو کلونو په پرتله يې ۳۶ سلنه زياتوالی په ډاګه کولو.

په افغانستان کې د کوکنارو کښت له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۰۷ کال پورې هر کال زيات شوی دی، په ۲۰۰۱ زيږديز کال کې يوازې په ۸۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو، خو په ۲۰۰۷ کال کې په ۱۹۳ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار وکرل شول، له دې سره په ۲۰۱۳ کال کې په ۲۰۹ زره هکتاره ځمکه کې د کوکنارو کښت ريکارډ جوړ کړ.

له تېرو دريو کلونو را په دېخوا د کوکنارو کښت په يوشمېر ولايتونو کې دوه فصله شوی دی، نو له دې امله يې هم د توليد اندازه لوړه ده.

بزګر چې کله د لومړي فصل حاصلات ټول کړي، په بيړنۍ توګه ځمکه د دويم کښت لپاره برابره کړي، چې په دويم فصل کې هم د لومړي په اندازه ګټه ترې اوچتوي.

اصلي خبره دا ده، چې د سږ کال لپاره هرڅه له ياده وتلي دي، د تېر کال په مني کې افغان حکومت ژمنه کړې وه، چې د ترياکو کښتونه به نابودوي او پر وړاندې به يې جدي او پراخه مبارزه کوي، دا بوټی به له منځه وړي.

خو افغان چارواکي په روان کال کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو په دړدنګ واوښتل، د کوکنارو د کښتونو پر وړاندې مبارزه او کمپاينونه هېر شول، چې دا دی اوس نو د لومړي فصل کښتونه په حاصل راغلي او تر هغه چې پلانونه جوړيږي او کار پيليږي، نو د کوکنارو د حاصل اخستلو لپاره به پوره چمتوالی ونيول شي او تر څو چې دوی عملي ساحې ته د ننه کيږي، بزګر به د کوکنارو حاصلات تر لاسه کړي او ان په بازارونو کې به يې خرڅلاو ته هم وړاندې کړي.

په داسې حالاتو کې خو دغه ډول بېغوري ددې ښکارندويي کوي، چې افغان دولت خپله دې کښت ته لار اواره کړې او خپله يې بزګر ته دا موقع ورکړې، چې دغه بدنامه کښت وکري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *