حبیب الله حبیب [email protected]
د افغانستان مشروع یا قانوني صادراتو څخه ډیر ناقانونه صادرات او تولیدي توکي نشه يي توکي او په دې توکو کې بیا په ډیره کچه تاریاک دي. تاریاک د افغانستان په ګرمو سیمو کې په زیاته کچه کرل کیږي او بیا څه په هیواد کې دننه د روږدو تر لاس ورځي او ډیره برخه یې په قاچاقي لارو د نړۍ تر لویو بازارونو رسیږي. په افغانستان کې د نشه يي توکو کر کیله پر افغانستان د بهرنیو ځواکونو له برید وروسته د پخواني ولسمشر د واکمنۍ له لومړنۍ دورې پیل شوه. طالبانو هغه مهال په هلمند، قندهار، فراه او نیمروز ولایتونو کې کروندګرو ته سپارښتنه کړې وه چې په کرنیزو مځکو سربیره د ترکاریو پالیزونه هم د تاریاکو کښت لپاره تیار کړي؛ که څه هم عامو وګړو ویل چې طالبانو دا سپارښتنه ددې لپاره ورته کړې چې بهرني ځواکونه او د وخت واکمن نظام ددې توکو خلاف ؤ او د له منځه وړولو لپاره یې کار کاوه ، خو تر هر چا یې ډيره ګټه طالبانو ته رسیده او طالبانو معاشونه او د وسلو پیسې د همدې تاریاکو له ګټې پوه کولې او په هر جریب مځکې یې خپله برخه د عشر په نامه اخیسته او ددې ناروا بوټي د کرکیلې مستندې فتواګانې یې د جوماتونو ملا امامانو او د کلي مشرانو او بزګرو ته ورکړې وې له همدې امله تر اوسه پورې د جوماتونو ملاامامان په تاریاکو کې خپله د ذکات برخه له کروندګرو اخلي او خوار ولس بیا په همدې ډول ملا امامانو پسې اقتدأ هم کوي.
په داسې حال کې چې په پکتیا او خوست ولایتونو کې د جوماتونو ټول ملا امامان ، طالبان او د حزب اسلامي مخالفه ډله د چرسو کرل حرام او نامشروع بولي او تل یې ګټه حرامه بللې ده او تر وسه وسه یې لرې او نږدې خپلوان د چرسو له کرلو منع کړي دي، خو دا ټکی باید یاد کړم چې د یادو ولایتونو طالبان بیا د ځنګل په ځڼغوزو کې د عشر برخه له خلکو په زور یا رضا اخلي.
موده وړاندې مې د نشه يي توکو د اضرارو بیانوونکی یو ډاکټر ولید چې ویل یې، کابو لس کاله مخکې د خپلې همدې دندې په ترڅ کې هلمند ته تللی ؤ او هلته یې د کوکنارو د یوې کروندې په منځ کې د پولیسو فعاله پوسته لیدلې وه او کله چې یې له کروندګرو په دې اړه پوښتلي وو، نو هغوي ورته ویلي وو چې دې خبرو پسې دې سر نه ګرځوي؛ ځکه د هر جریب کرل شویو کوکنارو پر سر والي له دوي څخه سل ډالر غواړي او د نورو برخې بیا بیلې دي او پر طالبانو او د کلي ملا پر برخې سربیره بهرني ځواکونه او د پلازمېنې کابل لوړ پوړي چارواکي هم خپله برخه پیسې تر لاسه کوي.
زه ددې ډاکټر په خبرو ځکه حیران نه شوم چې کابو درې کاله وړاندې قندهار ته د یو سفر پر مهال مې له یو آشنا صراف څخه د سویل لویدیځ زون د کوکنارو حاصلاتو په تړاو پوښتنه وکړه چې کوم لوړ پوړي کسان لاس په کې لري؟ هغه په مسکا راته وویل : ((ځوانه سر مه پسې ګرځوه ، د حامدکرزي ورور احمدولي کرزي سره مې نږدې آشنايي درلوده، یوه ورځ یې راته وویل چې له یو ځای څخه د پولیسو رنجرو موټرو سره راشم او چې رنجرې مې ولیدې، نو باډۍ یې بار وې او پر سر یې ترپلان اچولي وو او چې موټرې مو احمدولي امر سره سم ځای ته وروسولې، نو وروسته پوه شوم چې ټولې رنجرۍ له تاریاکو ډکې وې)). پر دې سربیره د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې اړوند ټول ارګانونه له پیله بیا تر اوسه پورې د سویل لویدیځ زون کوکنارو کې خپله ځانګړې برخه لري.
د نشه يي توکو په کرکیله او قاچاق کې د هیواد امنیتي ارګانونه او تر دې مخکې بهرنیو ځواکونو هم لاس درلود او د هلمند جګړې ځکه زور واخیست، چې له یوې خوا طالبانو ته پر بهرني تمویل سربیره د کوکنارو ګټه رسیده او له بل لوري کورنیو او بهرنیو خواوو د هلمند او په ټوله کې د ټول سویل لویدیځ زون د نشه يي توکو د کراوقاچاق څخه تر لاسه کیدوونکې ګټې لپاره خپلې هلې ځلې کولې، چې دا لړۍ تر اوسه دوام لري او په ټوله کې له طالبانو سره جګړه د کوکنارو او چرسو له امله اوږده شوه او له یادو توکو څخه د طالب تر لاسه کړې ګټې برکت دی چې په وسلو سمبال او ډک جیبونه ګرځي او د کالدارو او افغانیو پر ځای ډالر له ځانه سره ګرځوي، خو چارواکي ځکه غلي دي چې په خپله یې اکاونټونو ته نیغ په نیغه پیسې ور رسیږي او دوي هم غوږ نه پرې ګروي.
نو له دې څخه په څرګنده دا په ډاګه کیږي چې د هلمند ، قندهار، ارزګان، نیمروز او فراه ولایتونو لوي او واړه دولتي بستونه له لومړي لاسه په پیسو پلورل کیږي او له هر ټاکل کیدوونکي چارواکي سره د مرکزي مشر میاشتنۍ ځانګړې ګټه شریکه ده او د ټاکل شویو چارواکو بیا له کروندګرو او مخالفینو سره هم د پردې تر شا پټ لاسونه دي، تر څو د یو او بل پر کارونو کوم عرض ونه لري او نه هم کوم سرخوږی رامنځته کړي. نو د داسې ګټې تر لاسه کولو لپاره طالب هم غواړي چې جګړه توده او د جهاد په نامه ټوپک ته لاس کړي تر څو د دوي په وینا د الله (ج) د رضا او د هیواد خپلواکیت حاصلولو په نامه جهاد وکړي، جنتونه ، حورې او غلمان یې په نصیب شي او هم په دې دنیا خپل جیبونه د تاریاکو ناروا ګټې له ډالرو ډک کړي.
د افغان دولت مرکزي، ولایتي او ولسوالیو ادارو فاسدو چارواکو په اړه یوازې دومره ویل بسنه کوي چې تر ټولو مخکې یې په اداري فساد کې هیواد په نړیواله کچه دوهم مقام ته رسولی او بیا د نشه يي توکو له کرکیلې او قاچاق څخه تر لاسه کیدوونکې برخه خو د هلمندي جوماتونو ملا امامانو په څیر د ذکات ، عشر او خمس په څیر خپل ځانته د مور شیدو په څیر حلاله بولي، ځکه چې د افغانستان له تولید او صادراتي توکو څخه ترلاسه کیږي او د ټوکمارو خبره چې باید پرې وویاړي تر څو یې کچه نوره هم لوړه شي.
خو د ټولو یادو ټکو په ګډون کړیدلی عام افغان ولس نا خبره دی او په دې اړه هم نا خبره دی چې روانه جګړه پر افغانستان تپل شوې جګړه ده، چې غځیدا او اوږدیده یې پاکستان ، طالبانو ، بهرنیانو او په اوسني نظام کې هماغه مخربو کړیو ته ګټه رسوي؛ کوم چې یوه نیمه لسیزه پخوا یې بهرنیو ځواکونو ته د افغانستان بمبارولو ، په خپل سر شپني عملیات او د کورونو تلاشیو اجازه لیکونه ورکړي وو او اوس هم د افغانستان تجزیې او د ډیورنډ رسمیت لپاره هڅې کوي او د خپلو نامشروع ګټو د دوام لپاره هر ډول هڅې کوي.
خو له دې ټولو ستونزو سره سره چې د تیرو دورو پاتې شوني دي؛ سرکار سرګردان او لالهاند دی او د ستونزو حل لپاره په منډو ترړو لګیا دی، چې باید عام ولس یې کارونه وستايي او د ټولو ستونزو له منځه وړلو برخه کې ورسره مرسته وکړي، ځکه د عام ولس مرسته ورسره حتمي او اړینه ده لکه چې عام متل دی چې وايي : د ولس زور د خدای زور دی.