تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۰مه: تاند ته رسېدلي مؤثق راپورونه ښيي چې د کویټې ښار په میټا چوک کې د د حافظ عبدالمجید خان نورزي په کور کې د کویټې شورا پر غونډه چاودنه شوې ده.
مجید خان نورزی چې د طالبانو جګپوړی غړی دی په کور کې یې د طالبانو د شورا مهمه غونډه روانه وه او د ملا عمر د زوی تر څنګ له قطره راغلی طالب مشر ملا فاضل مظلوم او ملا نور الله نوري هم پکې ګډون درلود.
تر اوسه د برید د تلفاتو دقیق ارقام نشته خو په برید کې شاید د طالبانو د دوه مهم قومندانانو حاجي محمد یوسف او ملا قیوم ذاکر د مرګ او ژور ټپي کېدو بېلابېل راپورونه ورکول شوي دي.
ملا قیوم ذاکر د هلمند د کجکي اوسېدونکی او حاجي یوسف چې د سپین بولدک نورزی دی په فراه، غزني او اروزګان کې د طالبانو مهم نظامي مسوول پاتې شوی دی.
حاجي یوسف په دې وروستیو کې د حقاني شبکېد ۲۴ ولایتونو د جګړې تنظیموونکی و.
دا په کویټه کې د دغې شورا د طالبانو په مشرانو دریم برید دی چې له یو کال څخه په کمه موده کې ترسره کېږي.
تر دې وړاندې بریدونو کې د طالبانو د قاضي القضات او د ملا هبت الله د ورور د وژنې خبرونه تایید شوي وو چې دغه بریدونه د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو په اړه تر ډېره تړلي بلل کېږي.
د سپين بولدک نورزی دی؛ څه غواړئ ووایاست؟
جالب الفاظ کاروئ .
سلامو علیکم وطنوالو۰
دا د افسوس ډکه موضوع ده۰
ولی پښتانه نورزی/ اورکزی او ځدران قومونو اکثریت د پاکستانی
ااستخباراتو په لمسون پشتون وژنی افغان وطن ورانولو ته ملا تړلی ده۰
څه وخت به له دغه جاهلانه کړنو څخه پښیمان شی۰
مننه