ډاکټر وریښمین سباوون، ایم ډی، پی ایچ ډی، ایپیدیمیولوجست

د کورونا وایرس 2019 ناروغی (Coronavirus disease 2019) یا COVID-19  چی سبب یی د کورونا نوی وایرس یعنی Severe Acute Respiratory Syndrome (SARS) – CoV-2  دی، د لومړی ځل لپاره د چین د هوبی ولایت د اوهان په ښار کی د یوی شدیدی تنفسی ناروغی(سینه بغل) په څیر راڅرګنده شوه. ناروغان یی معمولا تبه، ټوخی، او سستی لری. په ډیرو کاهلانو او کوچنیانو کی یی اعراظ والګی ته ورته وی، خولږ شمیر ناروغان یی وخیم او په تیزی سره Acute respiratory distress syndrome، تنفسی عدم کفایه، د مختلفو ارګانونو په عدم کفایه اخته کیږی او بلاخره مړه کیږی. دغه ناروغی د 2019 کال په اواخرو کی پیل او په سرعت سره د نړی ډیرو هیوادونو ته خپره شوه او د 2020 عیسوی کال د مارچ د میاشتی په 11 نیټه د نړیوالی روغتیایی ټولنی له خوا په رسمی توګه پاندیمی (Pandemic) یا نړیواله وبا وبلل شوه. د وبا له پیل څخه تر دی دمه (2020 عیسوی کال د می 7 نیټه، (Updated GMT 20:17 GMT یی په ټوله نړی (210 هیوادونو او سیمو) کی 3,802,230  پیښی رامنځته شوی دی چی له دی جملی څخه 263,087 تنه تری مړه، خو 1,285,716 تنه تری رغیدلی دی. په افغانستان کی یی هم تردی دمه 3,392 پیښی ثبت شوی، 104 تنه تری مړه شوی، او 458 تنه تری رغیدلی دی. د وایرس سرایت او دکویډ-19 نویو پیښو رامنځته کیدنه او مړینی تردی دمه په ټوله نړی کی ادامه لری. 

په ټوله نړی او هم زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی ډیر خلک فکر کوی چی ممکن دغه نړیواله وبا په راتلونکی اوړی کی له منځه لاړه شی او خلک تری په امن شی. دغه خلک په دی عقیده دی چی د سارس کورونا وایرس-2 خواص به هم د نورو موسمی وایرسی ناروغیو لکه شری، زکام، انفلوانزا په شان وی چی په ژمی کی یی پیښی زیاتیږی او په اوړی کی کمیږی. ولی د طبی علومو پوهان (ایپیدیمیولوجستان)، څیړونکی، او د عامی روغتیا ماهرین په دی اړه ډیراحتیاط کوی او د موسم ګرمیدا ته چی د کویډ-19 ناروغی د وبا په مهارولو کی به قوی رول ترسره کړی، ډیر خوشبینه نه دی، فکر کوی چی ناروغی ممکن ډیر وخت دوام وکړی. 

د سارس کورونا وایرس-2 له انسان څخه انسان ته لیږدول کیږی. دغه وایرس د اعراضو او علایمو نه لرونکی منتن شخص، ناروغ، او هم له ناروغی څخه رغیدونکی شخص د خبرو، پرنجی او یا ټوخی پر مهال د هغه له پوزی اویا خولی څخه په کوچنیو قطراتو یا څاڅکو کی راوځی چی ډیر کوچنی زرات یی د دری ساعتو لپاره په هوا کی ګرځی. دغه هواکی ګرځیدونکی وایرس لرنکی څاڅکی که تنفس شی او یا وایرس لرونکی څاڅکی په  ناروغ، بل روغ انسان، زمکه، او یا نورو توکو او جسمونو باندی ولویږی او بل روغ شخص په وایرس ککړ انسان، زمکی، اویا جسمونو سره تماس پیدا کړی او بیا پر خپل مخ (سترګو، پوزی، او خولی) لاسونه ومښی، نو په نوموړی وایرس اخته او منتن کیږی او بالاخره په کویډ 19- ناروغی اخته کیږی. له بله اړخه د سارس کورونا وایرس-2 په23-21  درجو د سانتی ګراد تودوخه او 60% نسبی رطوبت کی په مسی سطحو 4 ساعته؛ په لرګی لرونکو سطحو باندی 24 ساعته؛ او په پلاستیک او وسپنیزو(په ضد زنګ لړلی) سطحو باندی  3-2ورځی ژوندی پاتی کیدای شی. له دی څخه معلومیږی چی د کویډ-19 ناروغی عامل په محیط کافی موده ژونی پاتی کیدای شی چی په اسانه او تیزی سره خپور شی.

د سارس کورونا وایرس-2 د خپریدو پر وړتیا سر بیره تری ورپیښه ناروغی تراوسه خاصه درملنه اویا واکسین هم نه لری چی د ناروغی مخنیوی وکړی.  يوه ټولنه هغه وخت له یوی ساری ناروغی څخه ژغورل کیږی چی ټولنه یی په لوړه کچه ټولنیز معافیت Herd immunity ولری. ټولنه هغه وخت داسی معافیت لرلای شی چی د ټولنی ډیر خلک د ساری ناروغی په سببی عامل  منتن، اتی باډی تولید، او هم انتان څخه جوړ شی او د ټولنی کمه برخه د ساری ناروغی په سببی عامل اخته نه وی او یا د ناروغی د واکسین پوښښ د۹۰٪ په شاوخوا کی وی. دا چی کویډ-19 یوه نوی ناروغی ده، په ټولنه کی د ناروغی لپارد مساعدو خلکو شتون ډیر زیات دی، نوله دی امله د ټولنی خلک ددی چانس نه لری چی ددی نوی ناروغی په وړاندی په لنډه موده کی ټولنیز معافیت تولید کړی چی د سارس کورونا وایرس-2 د خپریدومخه ونیسی. له بلی خوا نه دا هم معلومه نه ده چی ایا په سارس کورونا وایرس-2 ټول منتن خلک معافیت تولیدوی او که نه؟ معافیت یی څومره دوام کوی؟ د معافیت کومه کچه د کویډ-19 انتان مخنیوی کوی؟ د ټولنیز معافیت اوسنی کچه په اروپایی هیوادونو او د امریکی په متحده ایالاتو کی چی ډیری زیاتی پیښی او وفیات لری لا هم ډیر ټیټه ده. که د سارس کورونا وایرس-2 هر ټولینز ګروپ ته سرایت و کړی په ناروغی یی اخته کولای شی، نو په دی اساس ممکن دغه هیوادونه په راتلونکی کی د کویډ-19 ناروغی له مختلفو چپو سره مخامخ شی. په افغانستان کی هم ممکن د ټولنیز معافیت کچه ډیره ټیټه وی هغه ځکه چی د وایروس خپریدا په ځنی ولایتونو کی په تازه ډول شروع شوی ده ممکن دغه ناروغی په افغانستان کی مختلفو او بیلا بیلو وختونو کی یی چپی رامنځته شی.

ټولنیزشرایط لکه غربت، ناپوهی، بی غوری، د خلکو خوزښت، روغتیایی خدمتونه، ناامنی او جنګونه هم د سارس کورونا وایرس-2  خپریدا دوامداره او تیزولای شی. د افغانستان د جغرافیی یوه برخه د دولت له واکه وتلی، چیری چی روغتیایی سهولتونه لکه د کویډ-19 د تشخیص او درملنی کافی مرکزونه نشته، اما ولسی خلک له مختلفو لارو کولای شی چی د دولت له واک لاندی سیمو څخه د وسله والو مخالفینو له واک لاندی سیمو ته ولاړشی او یا ددی برعکس د وسله والو له سیموڅخه دولتی سیمو ته راشی او وایرس خپور کړی. نو په داسی حالاتو کی چی د کورونا د وبا لپاره ملت په یوه خوله او اتفاق نه وی او جګړه هم روانه وی، نو په نږدی راتلونکی اوړی کی د ناروغی دخپریدو مخنیوی او مهار ناشونی ښکاری. 

د افغانستان دولت د کویډ-19 ناروغی د خطر د کمولو او مهار لپاره هڅی پیل کړی دی. په لویوغونډو، تفریحی او سپورتی غونډو، د ودو په هوټلونو، او ښوونځیو یی بندیزونه لګولی دی او په کابل او نورو لوی ښارونو کی یی لاک ډاون یا ګرزبنیدیزاو ممنوعیتونه اعلان کړی دی.خوشبختانه له غریبو خلکو سره یی د وچی ډوډی مرسته هم پیل کړی ده.  دغو بندیزونو د خلکو په ژوند او اقتصاد او دولتی عوایدو هم ژوره اغیزه هم کړی ده. په اوږده موده کی ممکن د دولت او ولس دواړو ته د زغملو نه وی. نوله دی امله ددی ایجاب کوی چی ولس او دولت له سارس کورونا وایرس-2 سره د ځنی ملکونو لکه جاپان په شان د ژوند نوی طرز خپل کړی.  

له سارس کورونا وایرس-2 سره د ژوند نوی طرز:


د جاپان حکومت په دی عقیده دی چی په راتلونکی کی د کورونا وایرس د ناروغی دپیښو د بیلا بیلو چپو احتمال شته. د جاپان حکومت لومړی په 7 ډیر نقوسو ولایتونو کی بیړنی حالت اعلان او وروسته یی په ټول هیواد کی پلی کړ. اوس تازه یی بیا پریکړه وکړه چی دغه بیړنی حالت د روان  2020عیسوی کال د می د میاشتی تر پایه وغزوی. د نورو پرمختللیو هیوادونو په نسبت یی د کویډ-19 پیښی او تری رامنځته شوی مړینی ډیری کمی دی او د ناروغی نوی پیښی یی اوس نزولی سیر لری. حکومت یی غواړی د می د میاشتی تر پایه ځنی بندیزونه نرم او خلک خپلی خوښی ته پریږدی. حکومت یی په دی اند دی چی اوږده مهاله بندیزونه به یی اقتصاد او ټولنیز امور دواړه ډیر زیانمن او تاوانی کړی چی بیا به یی هیواد ددی وړتیا وه نه لری چی له کورونا وایرس سره اوږدمهاله مبارزه وکړی. د اوږدمهاله مبارزی نوم یی د ژوند نوی طرز یا New life style نومولی دی، چی امکان لری اونی، میاشتی، او یا کلونه دوام وکړی. په دغه مبارزه کی په لاندی کړنو او اقداماتو ټینګار شوی دی:


۱- خلک باید ماسک استعمال کړی
۲- ټولنیزه فاصله باید مراعت کړی
۳- په مکرر ډول لاسونه په صابون ووینځی.
۴- کورته له راستنیدو وروسته باید جامی بدلی کړی
۵- د بیراوبار یا ازدهام په وخت کی د عامه ترانسپورت (بسونه، ریل ګاډی، او نور)څخه ګټه وانخلی
۶- په عامه تراسپورتی وسایلو کی د سفر پر مهال له خبروکولو څخه ډډه وشی.
۷- په موټرو او ریل ګاډو کی دی د تګ پرمهال څنګ په څنګ ناستی څخه ډډه وشی.
۸- ډوډی دی د رستورانتونو پرځای په کورونو کی وخوړل شی
۹- سپورت دی په کورونو کی وکړل شی
۱۰- که شونی وی له کور نه دی کارونه تر سره شی.

وړاندیزونه:

  1. زما په اند د افغانستان اسلام جمهوریت په خاصه توګه د عامی روغتیا وزارت د نورو سکتورو په ګډه باید یوه کاری ډله جوړه کړی چی له کورونا وایرس سر د ژوند په نوی طرز او هغو اقداماتو توافق وکړی چی زمونږ د ټولنی د ارزښتونو او خواصو په پام کی نیولوسره د پلی کیدا وړ وی.
  2. دغه کاری ډله باید بندیزونه ډلبندی کړی د نرمولو او یا لیری کولو لپاره یی باید یو طرزالعمل او کړنلاره جوړه کړی. 
  3. د بندیزونو نرمښت او یا له منځه وړانه باید د علمی او ایپیدیمیولوجیکو معلومت پر بنسټ تر سره شی. 
  4. د غامی روغتیا وزارت او رسنی  باید ټولنه او ولس اوږده مهاله مبارزی ته اماده کړی او د افغانستان د شرایطو په پام کی نیولو سره ولس لازمو او اړینو اقداماتو ته وهڅوی.
  5. د عامی روغتیا وزارت باید د وایرس د مهارونی Containment  ته خاصه پاملرنه وکړی، خپل ظرفیتونه باید لوړ کړی چی د بندیزونو د نرمښت یا لیری کیدو په وخت کی د کورونا  وایرس پیدا، تجرید، او پر وخت یی د ناروغانو درملنه وکړای شی.
  6. که امکانات وی نو حکومت باید د غریبو خلکو سره مرستی ته ادامه ورکړی اوهم د  لیری پرتو سیمو ولسی خلکو په خاصه توګه غریبانو د مالداری او کرنیزو تولیداتو ته مارکیټ پیدا کړی او یا په کومه بله معقوله لاره مالی مرسته یا سبسایډی باندی یی فکر وکړی.

و من الله توفیق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *