کاسترو - کیوبا

ننۍ کيوبا د امریکا د لوی وچي په مرکزي برخه کي یو پروت هیواد دئ چي د امریکا د فلوریډا ایا لت سره په ۱۵۰ کېلومترۍ کي همسایه او د مکسيکو سره په لوېديځ کي همسایه هیواد دئ په ۱۴۴۲ کال کي کریستیف کولومب کشف کړه او دا هیواد اسپانیا په کال ۱۵۵۱م کي[1] خپل مستعمره وګرځول د لاتینې امریکي د هیوادونو پر خلاف کيوبا تر ډېره مستعمره وه کله چي کيوبایانو د خپل وطن د ازادۍ لپاره پاڅون وکړ د اسپانیا او امریکې تر منځ جنګ وسو د امریکا یوه کښتي د کيوبا د هوانا په بندر کي په کال ۱۸۹۸ کي منفجره سول ټول عمله ئې مړه سول او دا د امریکایانو لپاره په کيوبا کي د لاس وهني لپاره یوه بهانه سول. کله چي د کيوبا د هوانا په بندر کي امریکايې کښتۍ منفجره سوله دا وخت دئ چي د اسپانیا او امریکې تر منځ جنګ و سو اسپانیا تسلیم سوه او په کال ۱۸۹۸ کي په فرانسه کي د دوی تر منځ د سولي په تړون کي کيوبا و امریکایانو ته ورتسلیم کړل، تر دریو کلونو پوري کيوبا د امریکایانو په لاس کنتروېدل په کال ۱۹۰۳ کي نوی اساسي قانون جوړ سو امریکایانو ته صلاحیت ورکړل سو چي امریکایان کولای سي چي د کيوبا په داخلي اموروکي مداخله وکړلای سي.

په کال ۱۹۲۵ کي ماکادود کيوبا رئيس جمهور سو نوموړي د امریکا سره نژدې اړیکي درلودې د کيوبا خلک د ده څخه په تنګ سول فساد اوج ته ورسېدى مظاهرې وسوې او نوموړی په کال ۱۹۳۳ کي د کيوبا څخه وتښتېدى په دې وخت کي د کيوبا حکومت امریکا ته اجازه ورکړل چي د کيوبا د منافعو د محا فظت په منظور نوموړو ته یوه اډه ورکړي، په دې وخت کي (کارلوس مانو‌یل دسيروس) د کيوبا رئيس جمهورسو او په عین حال کي په کال ۱۹۳۴ کي روزوولټ د امریکي رئيس جهمور سو د کيوبا په نفع ئې بعضي تغیرات راوستل په کال ۱۹۴۰ کي کي باټیشټا د کيوبا رئيس جمهور سو په کال ۱۹۴۴ کي د قدرت نه لیری سو فلوریډا ته ولاړى او په کال ۱۹۵۲ کي يې کودتا وکړه د دوهم ځل لپاره ئې قدرت په لاس کي واخيستى نوموړى هم د امریکا ملګرى او د هغوى د ګټو مدافع وو.

دا هغه وخت دئ چي د کيوبا خلک د خپلي ازادۍ په فکر کي سول خلکو شورش وکړ په مملکت کي فساد خپل اوج ته رسېدلى وو په ډېر ځوان نسل کي چي د مظاهرو په سر کي چي نوم اخيستل کېدې هغه د کيوبا اوسنى ۸۷ کلن رهبر ښاغلى فېدل کاسټرو وو. نوموړي غوښتل چي کيوبا د امریکا د اسارت څخه خلاصه کړي، او په چریکي جنګ باندي ئې شروع وکړل نوموړي د خپل ګروپ سره چي ۸۱ کسان وه په کال ۱۹۵۶ کي پر کيوبا حمله وکړه د بټیشټا د عسکرو د سخت مقاومت سره مخامخ سول بې له ۱۲ نفرو څخه چي ژوندی پاته سول د فېدل کاسټرو نور ټول چریکان مړه سول، پس له دوه کاله مقاومت څخه فېدل کاسټرو په خپلو خلکو کي نفوذ پیدا کړى او په کال ۱۹۵۹ م کي د جنورۍ په اوله ورځ د کيوبا پر پایتخت هوانا باندي د چګوارا[2] په مشري دزرګونو عسکرو په ملتیا باندي پر هوانا او سانتکلارا ښارونو حمله وکړل باټیشټا وتښتېدى او فېدل کاسټرو د کيوبا د حکومت واګي په لاس کي واخيستې، دا هغه وخت دئ چي د کيوبا ملت د فېدل کاسټرو د وینا په انتظار دئ دا هغه څوک دئ چي د کيوبا ملت ئې د امپرالیستي نظام څخه ژغورلى او ملت د ده راښکاره کېدواو وینا ته انتظار باسي فېدل کاسټرو هغه سړى دئ چي راتلونکي ۵۰ کاله به پر کيوبا باندي حکومت کوي. ښاغلى فېدل کاسټرو د ۱۹۵۹ څخه تر ۱۹۷۶ پوري د کيوبا د رهبر په حیث او د ۱۹۷۶ څخه تر ۲۰۰۸ پوري د کيوبا ولس مشر وو د هغه څخه وروسته په خپله خوښه د قدرت څخه لیري او خپل ټول واک يی د خپل ورور (راوئول کا سټرو) په لاس ورکړ. او راوئول کا سټرو هغه څوک دئ چي د فېدل کاسټرو سره په ټول مبارزاتي ژوند کي ورسره وو او فعلا نوموړى د کيوبا ولس مشر دئ. د امریکا دولت په تېرو ۵۰ کلونو کي د کيوبا سره هیڅ راز اړیکي نه لري خو د نيلسن مندیلا د مرګ او ښخېدلوپه ورځ د امریکا رئيس جمهور او راول کاسټرو یو له بل سره لاسونه ورکړل او روغبړ یې وکړ

[1] احمدضیا، خالد ، مرد شکست ناپذیر، انتشارات فیضی کابل: ،کال ۱۳۹٣، ص (۱۴)

Che Guevara an Argentinean Gorilla combatant and the best friend of fidel Castro: [2]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *