ګراهام وايي چي د کیوبا د ميزايلو بحران يوه داسي پېښه وه، چي پر ټولو اړخونو باندي يې اغېز کاوه.
کله چي شوروي اتحاد او د امريکا متحده ايالتونو د کال ۱۹۶۲ په اکتوبر کي د کيوبا د ميزايلو پر سر د يو بل پر وړاندي سنګر ونيوئ، نو دغه کړکېچن جنجال ديارلس ورځي په بر کي ونيولي چي شوروي اتحاد او د امريکا متحد ايالتونه يې مقابل اړخونه وه، دغي ديارلس ورځي د نړۍ په تاريخ کي هغه ورځي دي چي د ګراهام په وينا به که چېري جګړه پېښه سوي واي نو سل ميليونه امريکايان، د سل ميليونه څخه زيات روسان او هم به په ميليونونو اروپايان وژل سوي واي.
د شوروي اتحاد او د امريکا متحدايالتونو ترمنځ د نوموړيو ميزايلو پر سر کړکېچ تر دې اندازې ورسېدئ چي د دواړو لوريو ترمنځ حتی اټومي جګړه پېښه کړي. دغه تاوتريخوالي تر هغه وروسته کش واخيستئ چي کله د سيپټامبر مياشت ۱۹۶۲ کال کي متحده ايالتونه پدې وپوهيدل چي شوروي اتحاد د خپلو ځينو خاصو اهدافو لپاره په کوبا کي په مخفيانه توګه اټومي ميزايل نصب کړي دي. دغه ميزايل شوروي اتحاد په دوه زره کيلومټري کي په داسي شکل سره نصب کړي وه، چي د امريکا متحده ايالتونو لوي ښارونه د نيويارک او واشنګټن څخه تر چيکاګو پورې يې ټول په نښه کولائ سول. خروشچف پخپل خاطرو کي ليکلي دي، چي امريکا متحده ايالتونو زموږ هيواد تسليم کړ او اوس به دوئ دا درک کړي وي چي د چا د ښمن د هغه په نښه کولو کي ميزايل نصبوي، نو څه احساس کوي.
دغه بحران ټول ډيپلوماټيکي ښکېلتياوي، پوځي مانورې او نور سياسي هغه د دوه زبر ځواکونو منځ د ۱۹۶۲ د اکټوبر د شپاړسمي او اته ويشتمي ياني د ديارلس ورځو لپاره يې دوام وکړ، چي په پای کي د شوروي اتحاد واکمن کريشچوف په کوبا کي نوموړي توغندی لېري کړي. د کوبا د ميزايلو بحران د سړې جګړې د سترو کړکېچونو څخه يو دی، چي نړيوالي اړيکي يې يو ډېر جنجالي حالت ته ستنې کړي وي.
د شوروي اتحاد موخه په کوبا کي د ميزايلو د نصب څخه داوه، چي په کيوبا کي د ملګري فيډل کاسټرو کمونيسټ حکومت د امريکا د پېښيدونکي بريد څخه وژغوري او بل د کمونيسټي ساحې د پراخوالي غوښتنه وه چي شوروي اتحاد د اسيا او اروپا څخه وروسته غوښتل د کمونيزم لمن تر امريکا ورسوي. دواړو لوريو تر سختو ډيپلوماټيکو مانورو او سياستي مشورو وروسته د يو بل سره ليکونه تبادله کړل، د اکټوبر دمياشتي پر شپږوېشتمه کروشچيف يو ليک د متحده ايالتونو د وخت ولسمشر کينډي ته ولېږه، په کوم کي چي وړانديز سوئ وه چي شوروي اتحاد به د کيوبا څخه خپل نصب سوي ميزايل لېري کړي، خو د امريکا مشران به ژمنه کوي چي په کيوبا کي لاسوهنه او بريد نه کوي. په تعقيب سره بله ورځ بيا د شوروي اتحاد يو ليک متحده ايالتونو ته ولېږه چي شوروي به د کيوبا ميزايل لېري کړي، که چېري د امريکا متحده ايالتونه د ترکيې څخه خپل ميزايل لېري کړي. بالاخره نوموړی بحران د اکټوبر پر اتويشتمه نېټه په ۱۹۶۲ کال کي پايته ورسېدئ.