د کچالو ګونګټې

Colorado potato beetle

عملي نوم یې لېپتینو تارسا دېسېم لینیا تا (Leptinotarsa decemlineata) ده. په انګریزۍ کې ورته د کچالو وړه حشره (potato bug) هم وایي کومې چې د کچالو د نبات په پاڼو برید کوي. د کرېسومېلیدای (Chrysomelidae) کورنۍ له فرعي کورنۍ کریسومېلینای (Chrysomelinae) سره تړاو لري او د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (Coleoptera) ده. اصلي ځای یې د شمالي امریکا غربي سیمه ده. اصلي خواړه یې د ځنګلي مېښې وېښته دي. د دې سیمې په ډبریزو غرونو کې د وحشي کچالو بوټي خورا زېات دي او دې حشرو د دې بوټو په پاڼو برېد وکړ. په ۱۸۷۴ کې د کچالو لپاره سخت زېان اړونکی افت وګڼل شو. ښځینه یې د کچالو د پاڼې لاندې له ۳۰۰ تر ۵۰۰ پورې هګۍ کوي. واړه بچیان یې لاروا او پوپای دوره د ځمکې لاندې تېروي او تر څو یې چې بشپړ وده نه وي کړي بهر نه ښکاري. په یو کال کې یې نسل کول په هره سیمه کې توپیر لري خو ممکن له یو تر درې نسلونو په یو کال کې وزېږوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *