له تیرو څو ورځو راهیسې په یو شمیر رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د یوشمیر کسانو لخوا داسې خبرونه او تصویرونه خپریږي چې ګواکې « د پاکستان حکومت لخوا د دغه هیواد د پلازمینې اسلام آباد په افغان بستي سیمه کې د افغان کډوالو کورونه ویجاړ شوي او دوې له خپلو کورنو څخه په زوره ایستل شوي»
په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د استازي د معلوماتو پر بنسټ د یادې سیمې خلک افغان کډوال نه بلکه هغه پاکستاني کورنۍ دي چې د پاکستان له یوشمیر نورو سیمو څخه اسلام آباد ته کډه شوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزات دا ډول خبرونه او ګنګوسې له حقیقته لرې بولي او په کلکه یې ردوي.
یاد وزارت له ټولو هیوادوالو غواړي چې د داډول خبرونو او تصویرونو له خپرولو څخه مخنیوی وکړي ترڅو د هیواد والو ذهنیتونه مغشوش نه شي .
په درنښت
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست