امین عادل

“کله چې له کور او کوڅې څخه را وتم نو ډېرو پېښوریانو مخ په څپېړو واهه او خپل حکومت ته یې ښکنځل کول، چې زموږ د روزۍ دروازه یې په زور را وتړله….؛‎”.حاجی محمد نوروز افغان کډوال ؤ، په پېښور کې اوسېده او د شاتو کارو بار یې کاوه. نوموړي پنځلس زره (۱۵۰۰۰) کلدارې کور په کرایه نیولی ؤ. په شل زره (۲۰۰۰۰) کلدارو یې د پېښور په آبدره روډ کې د شاتو د کاروبار لپاره دوکان نیولی ؤ. څلورو ماشومانو یې په پاکستاني ښوونځي کې درس وایه، چې هغوی د هره یوه لپاره یې میاشتنی فیس ورکاوه. همدارنګه دهغوی د تګ و راتګ لپاره یې یو بل پاکستاني ته ۲۵۰۰ کلدارې کرایه ورکوله. په دوکان کې هم ورسره دوو نفرو کار کاوه، چې هغوی ته یې میاشتنی معاش ورکاوه. بس ورځ وګرځېده. هر وخت به پولیس په کوڅه کې ولاړ وو او ماجر به یې د کور په مخکې درولی ؤ. پاکستانیانو به ویل: “پولس واله دي او ماجرو ته وايي، چې هله شابه له کوره وځئ”. حاجی صاحب هم نور تنګ شو او هر څه یې په یوه میاشت کې سره را ټول کړل. حاجی صاحب وايي کله چې را وتم نو ډېرو پېښوریانو مخ په څپېړو واهه او خپل حکومت ته یې ښکنځل کول…

له پاکستان څخه د افغان کډوالو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او هره ورځ په اوسط ډول ۵۰۰۰-۵۵۰۰ تنه افغان کډوال خپل هېواد ته را ستنېږي. موږ ټول باید دا ومنو،  چې دا کډوال بېکاره او د افغانستان په اوږو بار خلک نه دي. دوی په پردي وطن کې د خپلو مهارتونو، کاري وړتیاوو او شتمنیو په زور اوسېږي. ددې کډوالو یوه برخه دومره څه له ځان سره لري چې په هېواد کې د ننه په مستقیم او غیر مستقیم ډول د څو نورو افغانانو لپاره هم د کاروربار فرصت برابر کړي.

په پاکستان کې مېشت کډوال  زیاتره سوداګره او کاروباري طبقه ده. دوی ټول د افغانستان لپاره ستر فرصت دی. دغه کډوال چې کله پاکستان ته لاړل هلته په پېښور، کوهاټ، هریپور…. او کې  سپېره  او وچ ډاګونه ورکړل شول مګر هغو په دغو وچو ډاګونو کې ساه وچلوله او له همغو ډاګونو څخه یې د پاکستان په ښارونو اقتصادي تحرک راوست او د پاکستان ټولنیزې او اقتصادي پراختیا ته یې ډېر سرعت وباښه، چا په پاکستان کې پانګونه وکړه، چا هم د پاکستان په پاسپورت په عربي او نورو هېوادونو کې کاروبار پیل کړ چې ټوله ګټه یې پاکستان ته راوړله. په تېرو څورلسو کلونو کې دغه کډوال نور هم چڼ شول او تر ډېره هغه طبقه پاتې شوه، چې په پاکستان کې یې کاروبار ښه رونق موندلی ؤ.

همدارنګه د کاروبار ترڅنګ ډېرو افغان کډوالو لوړې زده کړې وکړې او ښه لایق، تکړه او ماهر کارګر او متخصصین هم لری.

د نړۍ هر هېواد غواړي چې خلک یې شتمن وي، مسلکی او ماهر کاګر ولري او متخصصین ولري. ډېر هېوادونه سوداګرې او متخصصې طبقې ته تابعیت ورکوي او که تابعیت نه وي د ژوند شرایط ورته برابروي ترڅو سوداګر او ماهر خلک جذب کړي. د سوداګرو د جذب لپاره نرم قوانین وضع کوي او  سهولتونه ورته وړاندې کوي او …

خلیجي هېوادونو د همدغه بهرنیو کارګرو، سوداګر او متخصصینو په مټ خپل وچ ډاګونه آباد کړي، خپلې زېرمې یې په کار اچولي او په دې سره یې د نړۍ تر ټولو ښایسته او شتمن ښارونه جوړ کړي دي. د اورپا او امریکا خو کار همدا دی، چې د دریمې نړۍ تکړه مغزونه جذب کړي. د لوېديځې نړۍ هېوادونو وار له مخه د منځني ختیځ شمن ور جذب کړي او خپل بانکونه یې د هغوی په شمنیو ډک کړي دی. د دریمې نړۍ تر ټولو ستر شتمن ټول هڅه کوي چې خپلې شمني د لودیځو هېوادونو بانکونو ته انتقال کړي. ترکیه هغه هېواد دی، چې د سوداګر او شمتمنو د جذب لپاره هر ډول هڅې کوي.

 اوس چې افغان کډوالو خپل هېواد ته مخه کړې او هره ورځ په جپو جپو راځي نو حکومت باید له دغه فرصت څخه لازمه ګټه پورته کړي. د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. پاکستان میشتي کډوال کولی شي د کاري ظرفیتونو له پلوه تر ډېره بریده د خصوصي سکتور  ستونزې حل کړي. په بېلابېلو برخو کې ګټوره پانګونه وکړي. له پاکستانه خپل کاروبار هېواد ته را انتقال کړي…

مګر زموږ تر ټولو لویه ستونزه بیروکراسي او د حکومت د ځینو ادارو ناغېړي ده، چې په میاشتو میاشتو به یو ډېر عادي کار هم نه خلاصېږي. یو کډوال ته د ځمکې نومره ورکول کېږي مګر نوموړی  دفتر په دفتر ګرځي او په میاشتو خپله نومره نه شي ترلاسه کولی. یو سوداګر غواړي چې پانګونه وکړي نو جواز او رسمي کول به یې میاشتې غواړي. ځکه خو لازمه ده، چې داسې یو میکانیزم جوړ شي چې له [یوه دفتره او یوه میز] څخه د کډوالو ټولې ستونزې حل کړی شي:

  • که څوک د کور لپاره ځمکې ته اړتیا لري هغوی باید په میاشتو میاشتو و نه ځورول شی بلکې ژر یې ترلاسه کړي.
  • که څوک د قالینو کاروبار کوي، د هغوی لپاره عاجل لنډمهالي او اوږدمهالي خدمات وړاندې کړي.
  • که څوک کومه صنعتي فابریکه لري هغه ته ځای او ځمکه ورکړل شي او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي.
  • هغه خلک چې په خپلو سیمو کې یې ځمکې غصبې شوې له هغوی سره په هر ممکنه ډول مرسته وشي، چې خپل کلي او کور ته ستانه شي او خپلې ځمکې بېرته ورکړل شي.
  • د کډوالو په ښارګوټیو په ريښتیني ډول کار وشي. په دې برخه کې د ولسمشر قاطع دريځ او ښه تعقیب ته اړتیا ده ترڅو غصبې شوې ځمکې را وګرځول شي او هم د ښوونځي، روغتیايي مرکز، اوبو او  حفظ الصحه په څېر خدمات چمتو شي.

په دې توګه له افغان حګومت څخه هیله ده، چې د کډوالو لپاره لازمې مرستې برابرې کړي او د هغوی زړونه دومره مات نه کړي چې د پاکستان له ټولو نارواوو سره سره بیا هم افغانستان ته په خپل را تګ پښېمانه شي.

په همدې هیله

One thought on “د کډوالو را ستنېدل: هغه ستر فرصت، چې جدي پاملرنه غواړي/ امین الله عادل”
  1. بلی،ډیرسترفرصت دی خو ددی مسؤلیت د مشر لالا د.اشرف غنی په غاړه دی او زموږ زیات د طمع او امید سړی همدا دی ورنه نورو ته یی پریښودل ډیر ضایعات لری،الحمد لله ځمکی او اوبه ،مناسبه آب وهوا،بشری قوت اوطبیعی منابع او بله دا چه زموږ دا مهاجر وروڼه او خویندی د کار او حتی ښو سرمایو خلک دی لږ مخلصانه پالنه غواړی ځکه دوی کی مفتخواره فیصدی ډیره کمه ده باید د مهارتونو نه یی استفاده او پالنه یی د حکومت وظیفه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *